چار شنبه 2 سپ 2015 سیمه ییزوخت 01:15

افغانستان

لوګر: پاڅونوالو له طالبانو سويس وسله نيولې


د اتوار پر ورځ د لوګر ولايت پاڅونوالو له وسلوالو طالبانو د الوتک ویشتونکې وسله نیوله چې په سويس هيواد کې جوړه شوې.

د سوېل ختيځ زون د ۲۰۳ تندر قول اردو قومندانۍ مسولين خبر ورکوي چې په لوګر ولايت کې پاڅونوالو له وسلوالو طالبانو د شیلکا په نوم نوې لاسته ورغلې وسله نيولې.

د يادې قومندانۍ د څلورمې لېوا قومندان جنرال عبدالرازق ساپي مشال  راډيو سره په خبرو کې وويل چې وسلوالو طالبانو ته  دغه رسېدلې وسله چې د شیلکا په نوم ياديږي، په هوايي او ځمکنيو  بريدونو کې ګټه ترې اخيستل کيږي. دی زیاتوي له دې وړاندې وسلوالو طالبانو سره دغه ډول وسله نه ده لیدل شوې.

نوموړي دا ونه ويل چې دا وسله  وسلوالو طالبانو ته له کوم لوري رسېدلې خو ويې ويل چې دغه وسله د وسلوالو طالبانو څخه  په لوګر کې د وسلوالو پر ضد د راپورته شويو پاڅونوالو لاسته ورغلې چې د اردو سرتېرو ته يې سپارلې ده.

په لوګر کې د وسلوالو پر ضد د پاڅونوالو مشر سيدفرهاد اکبري وايي  دا يې څووم ځل دی چې له وسلوالو طالبانو څخه په جګړه کې وسلې نيسي او د اردو ځواکونو او سيمه ايزو چارواکو ته يې سپاري.

نوموړی وايي چې له تېرو اتو مياشتو راهيسې يې د وسلوالو طالبانو پر ضد پاڅون پيل کړی دی، خو دولت ورته هېڅ پاملرنه نه ده کړې، دی وايي چې په اوږه اېښې وسله يې هم له وسلوالو طالبانو څخه نيولې او د هغوی پر ضد يې کاروي :

(( زموږ خو دومره ضعيف دولت هم نه دی ولې موږ ته پام نه کوي، زه ستاسو له لارې ټولو خلکو ته خبر ورکوم چې تر اوسه پورې موږ ۲۸ لاسته راوړنې لرو ډېرې وسلې مو له طالبانو نيولې چې اردو ته مو سپارلې دي.))

اکبري د نيول شوې وسلې په اړه زیاته کړه.

(( دغه نوی ډول وسله چې دفع هوا په نوم ياديږي له پاکستان څخه راروانه وه او غوښتل يې چې د وردګ ولايت کومې ولسوالۍ ته يې انتقال کړي او هلته د دولت پر ضد وکاروي، د دې ترڅنګ  يو موټر سايکل او ځينې نورې وسلې مو هم لاسته راغلې دي چې اردو ته مو سپارلې دي.))

نوموړي دا هم وويل چې په دغو وسلو د لېږدلو مهرونو او ټاپو څخه ورته معلوميږي چې دا په سويس هيواد کې جوړه شوه وسله ده، چې په لومړي ځل افغانستان ته انتقال شوې او د دوی لاسته ورغلې.

دا هم ولولئ

Audio په تاریخي ډول ایا د پښتنو جرګې جمهوري وې او که څنګه؟

تاسې به د سوات ریاست له مثال سره واورئ چې په څه ډول وړې وړې جرګې وروسته په لویو جرګو او بیا د یوه نظام او ریاست په بنیاد کښېښودو کې بریالۍ شوې. تاسې به دا هم واورئ چې د پښتنو نورو سیمو جرګې ایا جمهوري وې او که نه؟ تفصیل...

Audio ایا د اسلام اباد پښتنو خامو کورونو ړنګول د ایین سرغړونه وه؟

دې خلکو ته حکومت دوه ورځې وخت ورکړ چې کورونه دې پرېږدي او بیا وروسته ورغلل او د خلکو کورونه یې ړنګ کړل. پر دې مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې د هغې سیمې ګڼ اوسېدونکي ژوبل شول او ځېنې پولیسو ونیول او بیا یې ورباندې د ترهګرۍ مخنیوي مقدمې درج کړې. تفصیل...

Audio له سندرغاړي ګل نواز سره خبرې او د هغه سندرې

د ده په خبره، د هنګو اوسېدونکی دی او له هغه ځایه به پېښور ته ورته او له استاد شاه ولي سره شاګرد شو. په هغه وخت کې دی د اتم ټولګي زده کوونکی وو او سبق یې پرېښود. ګل نواز وايي، ده به له شاه ولي استاد سره درې، څلور میاشتې تېرولې او بیا به هنګو ته ولاړ. تفصیل...

Audio نومیالی انځورګر مراد وايي، لومړۍ استاده یې مور وه

مراد وايي، د مېنګورې دی او له وړوکتوبه یې له انځورګرۍ سره مینه لرله. لومړۍ استاده یې مور وه او تر هغې وروسته له نورو مصورانو سره شاګرد شو. بالاخره د اسلام اباد په هنرکدې کې د نومیالي هنرمند جمال شاه شاګرد شو. تفصیل...

فیس بک د مینې خورولو لپاره بهترینه وسیله

پښتانه ښکنځل نه خوښوي او نه یې هم په اسانه چاته کوي ، خو په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو لکه درواخلئ فیس بک کې داسې ویډیوګانې خپریږي چې ورکې د ډیورنډ د کرښې د دواړو غاړو یو شمیر پښتانه یو بل ته له ویډیو د لارې بد رد وايي او ښکنځل کوي. تفصیل...

مهم موضوعات