د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بشري حقونو څار ډله باندې د پاکستان نیوکې



وال سټریټ جرنل ورځپاڼه ليکي د بشري حقونو د څار نیو یارک میشتې ادارې تېره هفته په خپل رپورټ کې ويلي چې د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارو پر شییعه ګانو د ترسره کیدونکو بریدونو باندې غلي دي.

د رپورټ په خبره په 2012م کې په پاکستان کې تر څلور سوه زیات شییعه ګان ووژل شول. په رپورټ کې په کوټه کې په یو بلیېرډ کلب کې د غبرګو چاؤدنو ذکر شوی چې پکی 92 هزاره ګان ووژل شول. چې په پاکستان کې پر شییعه ګانو تر ټولو له بدترینو بریدونو څخه یو ګڼل کیږي.

د هیومن رایټس واچ په خبره د پاکستان پوځ د رپورټ وروسته سخت ردعمل ښکاره کړ او بې بنیاده او له دروغو ډک یی و بللو. پوځ ویلي چې هیومن رایټس واچ په ملک کې په نسلي بنیاد ګډوډي د رامینځ ته کولو کوشش کوي.

ورځپاڼه ليکي مهمه پوښتنه دا ده چې آیا د پاکستان امنیتي ځواکونه په شییعه ګان د بریدونو مخه نیولو کوشش کوي او که نه. د ورځپاڼې په خبره که کوي یې نو دا به د ریاست د واک نسکوریدل ښکاره کړي. بل طرفته دا کیدای شي چې امنیتي ځواکونه هم پکې شامل وي.

د ورځپاڼې په خبره په دواړه صورتونو کې دا د امنیتي ځواکونو لپاره ښه خبره نه ښکاري. ورځپاڼه ليکي دا فرق کول ځکه ضروري دي چې پاکستان په دا ورستیو کلونو کې دعوی کړی چې د وسله والو سره یی اړیکي پرې کړي. چې ویل کیږي پوځ ورته یو وخت کې تربیت ورکړی وو.


بلخوا ډېلي تيلي ګراف ورځپاڼه ليکي په داسې حال کې چې د کابل او طالبانو تر مینځ د سولې د خبرو اترو په اړه نښې نه ښکاري، نږدې ده چې نېټو له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي. بریتانیا اوس دغه مشري په لاس اخیستې چې د افغان او پاکستاني ولسمشرانو دری اړخیزه سرمشریزی غونډې سره دغه خبرې اترې پرمخ بوتلل غواړي.

که څه هم ورځپاڼه دا د ډیوډ کیمرون لخوا یو زړور ګام بولي خو بیا پکې یو غیر یقیني صورتحال هم په ګوته کوي. ورځپاڼه پوښتنه راپورته کوي آیا د پاکستان صدر آصف علي زرداري به په پوځ او استخباراتي اداره کې ځینې کړۍ په دې آماده کړي چې وسله والې ډلې خبرو اترو ته کښېنوي، چې ویل کیږي له اوږدې مودې راهیسې د طالبانو ملاتړي دي. دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د روان کال په لومړي نیمايي کې او په افغانستان کې په 2014 م کال انتخابات کیدونکي دي.

ورځپاڼه زیاتوي په افغانستان کې په جګړه کې که د پوځيانو قربانیو ته و کتل شي نو د جګړی نه لاس اخیستل سم ښکاري، چې له اوږدې مودې راهیسې دا درک شوې چې د دې جګړې یواځنی حل پوځي لاره نه ده.

د ورځپاڼې په خبره که څه هم نیټو په 2014 م کال کې له افغانستانه ووځي، خو بیا هم د وروسته مودې لپاره د هیواد سره د کلنۍ څلور بیلیون ډالرو ژمنه شوې ده. ورځپاڼه هیله څرګندوي چې په سیمه کې د امن لپاره به د پاکستان او افغانستان موجوده ژمنتیا کافي وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG