د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان جوړجاړی په شپږ میاشتو کې





د برتانیا په کوربتوب درې اړخیزه سرمشریزه کې د افغانستان او پاکستان مشرانو ژمنتیا ښودلې چې د سیمه ایز ثبات لپاره هڅو کې به همکاري کوي. په درې اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې د سولې لپاره د روانو هڅو په برخه کې په خپلو کې د همکارۍ او په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر په پرانیستلو موافقه کړې ده.

پرون(دوشنبه) په لندن کې له غونډې وروسته د برتانیا وزیراعظم ډېویډ کېمرون خبریالانو ته وویل، د افغانستان د راتلونکي لپاره درې واړه مشران یو شان نظر لري چې په ترڅ کې به یې دا هېواد یو محفوظه، مستحکم او جمهوري هېواد وګرځي او بیا به هیڅ کله د نړیوالې ترهه ګرۍ لپاره مرکز جوړ نشي.

"موږ د افغانستان په اړه ګډ نظر لرو، داسې یو هېواد چې امن، با ثباته او ډیموکراتیک وي او هیڅکله بیا د ترهګرۍ په ځاله بدل نه شي.

زه خوښ یم چې موږ ټولو د دې موخې یا هدف د ترلاسه کولو لپاره په ګډه د کار کولو ژمنه وکړه، ځکه یو باثباته افغانستان زموږ ټولو په ګټه دی."

د افغانستان، پاکستان او بریتانې مشرانو دغه راز موافقه وکړه، چې تر راتلونکو شپږو میاشتو پورې باید د افغانستان د سولې پروسه بریالیتوب ته ورسیږي.

د بریتانې د وزیراعظم د دفتر په وینا په دې درې اړخیزه غونډه کې افغانستان او پاکستان په دې هم سلا شول، چې تر راتلونکې مني پورې کابل او اسلام اباد په خپلو کې د ستراتیژیکو همکاریو سند برابر کړي.

افغان ولسمشر حامد کرزي خبریالانو ته په خپلو څرګندونو کې یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د ده له حکومت سره د سولې خبرو اترو ته کښیني:

"زه د افغانستان د سولې د بهیر او زموږ او پاکستان ترمنځ د ټنیګو اړیکو په اړه د وزیر اعظم کېمرون څرګندونې تائیدوم.

زیات هیله من یم چې پرکومو مسالو مو نن خبرې وکړې او راتلونکې موافقې د ټولو اړخونو په سلا سره عملي شي او طالبان لکه څرنګه چې موږ ترې غواړو له دې موقعې په ګټه اخیستو د سولې په بهیر کې شامل شي."

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د افغانستان امن بهیر سره د خپل هېواد ملاتړ څرګند کړ:

"پاکستان له طالبانو سره د سولې د خبرو نظریه څرنګه چې د سولې په نړېواله اجنډا کې شامله ده، تائیدوي.

موږ د دې خبرو اترو ملاتړ کوو او په هغې کې به همکاري وکړو.هیله من یو له دې جګړې څخه چې زموږ دواړو هیوادونو ته زیات زیان اړولی دی، راووځو."

د لندن په دې درې اړخیزه غونډه کې افغانستان او پاکستان په امنیتي برخه کې هم په خپلو کې د همکاریو په اړه موافقه کړې خو په دې باب یې جزیات نه دي په ډاګه کړي.

په دې غونډه کې د افغانستان ،پاکستان، او برتانیا د مشرانو تر څنګ ددې هیوادونو د دفاع او بهرنیو چارو وزیرانو او د استخباراتي چارواکو هم ونډه درلوده.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر حنیف اتمر په لندن کې د افغانستان، پاکستان او بریتانيې ترمنځ د درې اړخیزې غونډې د پریکړو هرکلی وکړ.

ښاغلي اتمر، چې د حق او عدالت ګوند د سیاسي کمیټې مشري هم کوي؛ مشال راډیو ته وویل، که ټولې خواوې ریښتنې هڅې وکړي، نو د سولې لپاره د یو اساس کیښودل امکان لري. په کابل کې د مشال همکار احمد زبیر ژمن له ښاغلي اتمر سره ځانګړې مرکه کړې:

نوره مرکه دلته واوری
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:34 0:00
د ډاېرېکټ لېنک


په دې غونډه کې دغه راز موافقه وشوه، چې افغانستان او پاکستان به په خپلو منځو کې همکاري پیاوړي کوي او هغه ستراتیژیک تړون به چې مخکې یې دواړو مشرانو ژمنه کړې وه، تر را روان مني پورې لاسلیک کوي.

دا چې د دغې درې اخیزې غونډې پریکړې تر کومې اندازې عملي کیدای شي، په افغانستان کې د سیاسي چارو کارپوه ډاکتر کبیر رنجبر وايي:

د مشال همکار نوریاس نوري له ډاکتر کبیر رنجبر سره مرکه کړې.

نوره مرکه دلته واوری....
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:36 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG