پنجشنبه 20 جون 2013 سیمه ییزوخت 13:45

پاکستان

٥٠ عالمانو ځانمرګې حملې حرامې ګرځولې

د سني اتحاد کونسل مشر صاحبزاده فضل کريم
د سني اتحاد کونسل مشر صاحبزاده فضل کريم
د حرفواندازه - +




د سني اتحاد کونسل ٥٠ عالمانو او مفتيانو فتوې جاري کړيده چې پکې ويل  شوي دي، په ملک کې فرقه ايز فسادات، ځانوژنکي بريدونه او په کراچۍ او بلوچستان کې هدفي وژنې یې حرام ي دي او اسلام کله هم د داسي ناوړه عمل اجازه نه ورکوي.

د سني اتحاد کونسل مشر صاحبزاده فضل کريم مشال ريډيو سره په خبرو کې وويل، چې پاکستان يو اسلامي ملک دی او اسلامي ملک کې خودکش حملې کول او هدفي وژنې کول په شرعي توګه حرامې دي. او اسلام ورته هیچرې هم اجازه نه ورکوي او د بې ګناه خلقو په وژنه کې ککړ خلک جهنميان دي او دا قسمه عمل کونکي نه صرف په زمکه فساد خوروي بلکې دا غټه فتنه هم ده.

نوموړي وويل، چې د دا قسمه ګامونو له وجې نه صرف اسلام بدناميږي بلکې پاکستان هم ورسره کمزوری کيږي، اسلام خو يو پرامنه مذهب دې او اسلام د ورورولۍ او د امن درس ورکوي.

د مشال ريډيو يوې پوښتنې ته په ځواب کې صاحبزاده فضل کريم وويل، (( موږ ډير کوښښونه کړي دي چې ځان وژنکې بريد کونکو سره خبري وکړو خو موږ نه پوهيږو چې دا حمله کونکې خلک د کوم مذهب له مخې ځانمرګي بریدونه  کوي او موږ خو دا هم نه پوهيږو چې دوی له  کومه ځايیه راغلي دي او د اسلام په نوم دهشت او وحشت خوروي خو موږ به بيا هم د خپلې شوره اجلاس راغواړو چې په کې له دې خلکو سره خبرو اترو لپاره څه لاره راوباسو.))

ياده دي وي چې له دې  وړاندي مولانا حسن جان، مفتي محمد نعيم او مفتي شاميزي هم دا قسمه فتوې جاري کړې وې چې ورستو بيا د نامعلومه کسانو لخوا ووژل  شول.

د سني اتحاد کونسل لخوا جاري شوي دې فتوې په اړه مفتي کفايت الله مشال ريډيو ته وويل، چې د يو انسان وژنه خوا هغه که د خودکش حملې له لارې وي او يا که په څه بله طريقه وي په غير د عذر شريعي نه د هغي وژنه دا يوه عظيمه ګناه ده او په شريعې توګه ناجايزه او حرامه هم ده.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد

دا هم ولولئ

Audio فلسفې سید جمال الدین افغان دویمه برخه

د دې اونۍ د اتلان خپرونه د افغان فلسفي او سياسي څېرې، سيد جمال الدين افغان په اړه د پروګرامونو د لړۍ دوهمه برخه ده. تفصیل...

د سندرو امېل (پښتونخوا حکومت او د خبریالانو اندېښنې)

په پېښور کې د کلچرل جرنلسټس (فرهنګپاله خبریالان) په نوم ټولنې یو مشر احتشام طورو وايي، د پښتونخوا نوي حکومت فرهنګي تګلارې په اړه لا واضح مالومات تفصیل...

Audio فلسفي سېدجمال الدین افغان

د افغان فلسفي او سياسي څېرې، سېد جمال الدين افغان په اړه تفصیل...

Audio د مشال تر رڼا لاندې بحث

په پاکستان کې نوی منتخب حکومت د جوړیدو په حال کې دی. د سولې په برخه کې د دې حکومت مخې ته یو ګواښ له طالبانو سره سوله ده. تفصیل...