د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناروې او افغانستان ستراتیژیک تړون وکړ


ناورې: ولسمشر حامد کرزی د اوسلو پر ګارډیموین هوايي ډګر د کښته کېدو پر مهال. ۴ فبروري
ناورې: ولسمشر حامد کرزی د اوسلو پر ګارډیموین هوايي ډګر د کښته کېدو پر مهال. ۴ فبروري


د افغان ولسمشر د دفتر لخوا د جاري شوی خبر پاڼې تر مخه د افغانستان ولسمشر حامد کرزي او د ناروې وزیراعظم ینس سټول ټینبرګ د نهې په ورځ په اوسلو کې پر هغه تړون لاسلیک وکړ چې تر مخه به ناروې تر دوه زره وولسم ۲۰۱۷ کال پورې افغانستان ته هرکال یو سل او شپږ دیرش ۱۳۶ میلیون ډالر ورکوي.

د ناروې وزیراعظم زیاته کړه، له دې سره سره چې ناروې په افغانستان کې خپل پوځيان کموي، خو دا هیواد به د یوه ملګري په توګه له افغانستان سره اوږه به اوږه ولاړ وي.

او ناروې د ښه حکومتدارۍ، د قانون حاکمیت، بشري حقونو، شفافیت او ډیموکراسۍ د پراختیا په برخوکې همکاری ته ژمن دی.

د ناروې وزیراعظم وویل، هیواد یې په هیڅ ډول اداري فساد نه شي زغملی او په همدې خاطر غواړي پرخپلو مرستو له نژدې څارنه وکړي.

بلخوا د افغانستان ولسمشرکرزي د ګل پر ورځ ناوخته ناروې ته تللې وو . له دي وړاندي ولسمشر حامد کرزي د پاکستان ولسمشر اصف علې زرداري او د برتانیا وزیراعظم ډیوډ کیمرون سره په درې اړخیزه غونډه کې برخه اخستې وه. په هغه سرمشریزه کې پرېکړه وشوه چې په شپږ میاشتو کې دننه د افغان امن جوړجاړي لپاره یو تړون ته ورسېږي.
XS
SM
MD
LG