د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: نواب رييساني مستعفي شو


بلوچستان: نواب اسلم ریسانی په کوټه کې د صوبايي حکومت د یوې غونډې پر مهال. ۱۷ نومبر ۲۰۱۲
بلوچستان: نواب اسلم ریسانی په کوټه کې د صوبايي حکومت د یوې غونډې پر مهال. ۱۷ نومبر ۲۰۱۲


په داسې حال کې د دوشنبې او سې شنبې په منځنۍ شپه د پاکستان شاوخوا ټولو رسنیو دا خبر خپور کړ، چې د بلوچستان معطله شوي وزیراعلی نواب اسلم ريساني د بلوچستان د وزیراعلی له څوکۍ څخه استعفا ورکړه.

د مخکیني حکومت ځينو غړيو د نوم او ږغ نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته تاييد وکړ، چې نواب اسلم ريساني مستعفي شوی. پاکستاني چاپي رسنۍ کاږي، نواب ريساني خپله استعفا د جمعیت علماء اسلام ف ډلې د سینیټر حافظ حمدالله په واسطه د یاد ګوند صوبايي امیر مولانا محمد خان شیراني ته استولې ده. چې وار له مخه مولانا شیراني او د هغوي اتحادیان په یاده صوبه کې د ګورنر راج پر ضد، او د صوبايي حکومت د بیا بحالېدو لپاره يې هلي ځلي پیل کړې وې.

د جمعیت علماء اسلام سینیټر حافظ حمدالله مشال راډيو ته وویل؛ پيپلز ګوند که وزیراعلی بدلوي، او پر ځاي يې بل نوی کس وزیراعلی جوړوي، نو دا د دوی د ګوند کار دی؛.

؛ اوس که چېري پيپلز ګوند وزیراعلی بدلوي، نو دا اختیار موږ دوی ته ورکړی دی. خو موږ په هر صورت دا غواړو چې پخوانی حکومت دې ژر تر ژره بیرته بحال شي؛.

د حافظ حمدالله په خبره د دوي له دې سره هیڅ کار نشته، چې وزیراعلی څوک راځي، خو پخواني صوبايي حکومت بحالېدل پر هر صورت غواړي. پوښتنه دا پيدا کېږي، چې د پيپلز ګوند نواب اسلم رييساني د خپل ګوند د مشرانو پر ځای جمعیت علماء اسلام (ف) ته ولې خپله استعفا واستوله؟

د بلوچستان مشر خبریال سید علي شاه يې په ځواب کې وویل:

؛ په دې کې رييساني دا موقف اختیار کړی دی، چې د قلات سیمې د پيپلز ګوند صدر د وزیراعلی له ګوند څخه غړيتوب وار له مخه ختم کړی دی. او بیا نواب اسلم رييساني هم په احتجاج کې پيپلز ګوند ته استعفا ورکړه؛.

د ده په وینا کېدای شي، کېدای شي نوی وزیراعلی د پاکستان مسلم لیګ ق څخه راوستل شي. چې وروسته به د ده په خبره د وزیراعلی او د اپوزیشن ليډر په ګډه مشوره بیا نګران حکومت جوړېږي. چې د همدې لپاره په بلوچستان کې ګورنر راج ختمول او د صوبايي حکومت بېرته بحالول ضروري دي.

؛ داسې خبري موږ اورور، چې په بلوچستان کې نوی وزیراعلی له پاکستان مسلم لیګ ق ډلې څخه راولي. خو ددې تصدیق لا هم شوی نه دی. او تر کومه ځايیه چې د صوبايي حکومت بیرته بحالېدل دي، نو تر اتلسم ترمیم وروسته د نګران حکومت ټاکل د صوبې د وزیراعلی او د اپوزیشن ليډر کار دی. نو که چېري دلته لا هم ګورنر راج وي، نو د نګران حکومت ټاکل نه شي کېدای. او د دې لپاره ضروري ده، چې پخوانی حکومت بیرته بحال شي. او زموږ د معلوماتو مطابق دا کار به ډېر ژر وشي؛.

د یادونې وړ ده چې د بلوچستان پخوانی حکومت وروسته له هغې معطله شو، چې د جنورۍ په لسمه نېټه په علمدار سړک په غبرګو کې چاودنو کې تر سل زیات کسان ووژل شو چې اکثریت یې شییعه مسلکي ول، او پر ضد يې اهل تشیع د خپلو کورنیو له مړيو سره څلور ورځنی احتجاج وکړ. او د پاکستان مرکزي حکومت په دې مجبوره کړای شو، چې د صوبايي حکومت پر ځاي ګورنر راج ولګوي.
XS
SM
MD
LG