پنجشنبه 18 سپ 2014 سیمه ییزوخت 18:38

افغانستان

افغان څارندویان روزل کېږي




د افغانستان په بامیان ولایت کې د څارندویانو یا سکاوټ د بیا بهالو لړۍ په تندۍ سره روانه ده. په دې سلسله کې د پارسا په نامه څارندویان له بې وزلو خلکو سره مرستې هم کوي.

د پارسا په نامه یوې ډلې د بامیان غارونو کې د اوسېدونکو خلکو سره د د مرستې په موخه جامې او کالي راغونډ کړي.  دا ډله له  ۲۰۰۹م کال راهیسې په افغانستان کې  د څارندویانو د بیا رامنځ ته کولو لپاره هلې ځلې کوي.

پارسا د افغانستان  یوه پخوانۍ خیراتي اداره ده، چې  ښوونکي روزي، له نفسیاتي ناروغانانو،  یتیمانو او سکولونو سره د مربوطو مسلو لپاره ټولنیز کارونه کوي.

ښځو ته د کار زمینه برابروي  او د هغوی له  ماشومانو سره  چې ښونځيو ته د ځینو ستونزو له وجې نه شي تلای په تعلیمي برخه کې مرسته کوي.

د پارسا څارندوی ډلې سلاکار کیت  بلېکي په پیل کې د خیراتې ادارې لویو ماشومانو ته روزنه ورکوی چې له  یتمخانو سره مرسته وکړي.

په افغانستان کې اوس مهال۰ ۲۰۰ زره څارندویان او تر ۱۰۰ډیر د څاراندویانو مشران په کار بوخت دي.

د پارسا ډلې چارواکي وایي،  دوی هڅه کوي چې  په افغانستان کې د څارندویانو شمیره زیاته کړي.

په افغانستان کې پخوا هم څارندویان روزل کیدل او لومړی ځل په نولس سوه یو دېرشم ( ۱۹۳۱( م کال د دوی روزنه پیل شوله بیا په ۱۹۷۷ کال کې د څارندویانو شمیره په دغه هېواد کې ۳۶۰۰۰ ته ورسیدله.

کله چې په ۱۹۷۸ کال کې د پخواني شوروي اتحاد پوځیان افغانستان ته لاړل د څارندوی سیتم يې بدل کړ او د طالبانو په وخت دا لړۍ يو مخ بنده شوه.

پارسا دا مهال یک یو بهرنی روزونکی لري. پارسا دا باوري کول غواړي چې په افغانستان کې څارندویان دومره پر پښو ودري چې که بیا بهرنۍ مرسته وي او یا نه وي دوی خپلې هڅې جاري وساتلای شي.

دا هم ولولئ

په جلال اباد کې د امن انځوریز نندارتون

نندارتون ته د ځوان عکاس عبدالرب حبیبیار تصویرونه وړاندې کړل شوي ول. دی وايي، په نمایش کې یې په لارو، کوڅو کې د ((لر و بر پښتنو)) د ((ګل مخونه)) په نوم هغه انځورونه ښودلي دي چې ناامنۍ او جګړې ځپلي دي. تفصیل...

مدني ټولینه او له جمهوریت سره د دې تړاو

د جمهوریت خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې د مدني ټولنې یا سېول سوسایټۍ او د دې له جمهوریت سره د تړاو په اړه غږېدلي یو. تفصیل...

Audio د سندرو امېل (د کوټې پښتو اکېډمۍ هلې ځلې)

په دې خپرونه کې د کوټې له پښتو اکېډمۍ د خپرېدونکې مجلې ((لیکنې)) پر موضوع غږېدلي یو. د پښتو اکېډمۍ مشر او لیکوال سید خیر محمد عارف وايي، د مجلې لومړۍ ګڼه یې خپره کړې ده. د ده په خبره، دا لومړۍ ګڼه وه خو په کتابي شکل کې وه. تفصیل...

Audio  احتجاجي ناستې او د جمهوریت ګټه او تاوان

د جمهوریت خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. اورېدونکو د اګست له ۱۴مې نېټې په پاکستان کې د منتخب حکومت ړنګولو په موخه د پاکستان تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک لاریون یا لانګ مارچ پیل شو چې وروسته په اسلام اباد کې پر احتجاجي ناستې بدل شو. تفصیل...

مهم موضوعات