جمعه 25 جول 2014 سیمه ییزوخت 06:32

افغانستان

تورخم پوله: مشکوک ترهګر ونيول شول



بازمحمد عابد مشال راډيو

جلال اباد:ـ  د افغانستان د ننګرهار سرحدي پوليسو د تورخم پر پوله دوه تنه مشکوک ترهګر نیولي چې د دوی په خبره په جلال آباد کې یې د ترهګرۍ د ترسره کولو نیت درلو. په دوی کې یوه یې د  ښځینه جامې  په تن وې.

د افغانستان په ختيځ کې د لومړي سرحدي پوليسو مطبوعاتي مسوول ایدريس مومند وايي، چې د تورخم پر پوله يې يو ترهګر چې ښځينه جامې يې په تن وې نيولی او د هغه ملګری يې په سرحدي ولسوالۍ لالپوره کې نيولی دی.

نوموړی وايي:
« دوه تنه ورانکاري چې غوښتل يې په افغانستان کې ترورستي اعمال تر سره کړي، چې د هغې د جملې څخه يو تن ابراهيم د رستم زوی چې مومند ايجنسۍ استوګن دي، نوموړي غوښتل چې دښځو په جامو کې افغانستان ته داخل شي او بيا لالپوري ولسوالۍ ته د خپل همکار په واسطه چې نورنبي د ميانورجان زوی دی او د لالپوري ولسوالۍ د پارچاو استوګن دی، دغه د تورخم پر پوله ونیول شول. دوی غوښتل چې په افغانستان کې ترورستي کړنې تر سره کړي . دمګړۍ ترې پوښتنې روانې دي.»

ايدريس مومند زياتوي چې نيول شوي کسانو منلې چې د حقاني شبکې سره تړاو لري او غوښتل يې چې په جلال اباد کې تره ګر بريدونه تر سره کړي.

« دغه کسان د حقاني شبکې سره تړاو لري، د مخالفينو د يو تن سرګروپ چې عبدالولي نوميږي، د هغه د ګروپ کسان دي.او دلته چې چا ته راتلل دا مالومات هم شوي دي، خو نه غواړو چې هغه مالومات رسنيو ته فعلاٌ ورکړو ځکه چې قضيه تر انکشاف لاندې ده.»

دی زياتوي چې سرحدي پوليسو اوس په داسې تجهیزاتو سنبال دي چې د هره ډول تروريستي اعمالو مخه نیولای شي.

دا هم ولولئ

د کرکټ سندره : افغانان به یې ګټي

افغانستان په دې وروستیو کې د کرکټ په میدان کې خپل نوم تر ډیره بریده ښه ځلولی دی چې په دې کار سره افغان لوبډلې خپل ښه نوم ځلولی دی. د کرکټ د لوبغاړو دغو بریاوو د تفصیل...

د ځوانانو غږ (د شمالي وزیرستان د ځوانانو ننګونې)

د ځوانانو غږ د دې اوونۍ په خپرونه کې به واورۍ چې په شمالي وزیرستان پر ځوانانو په تېرو ۱۳ کلونو کې څه تېر شول،هغو ځوانانو ته څه موقعې او څه ننګونې دي. تفصیل...

Audio د سندرو امېل ( د رحمان بابا شاعري)

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د صوفي شاعر رحمان بابا د شعر د ځانګړتياو په اړه د پښتني ادب د يوه استاد خبرې اورئ. تفصیل...

Audio  وزیر محمد ګل خان مومند څوک وو؟

د دې اونۍ اتلان خپرونه د سياستوال او ليکوال وزيرمحمد ګل خان مومند د ژوند او کار په اړه ده. دا خپرونه د هرې پنجشنبې يا زيارت او هرې جمعې په ورځ له مشال ريډيو اورېدلای شئ. تفصیل...

Audio په جمهوریت خپرونه کې د افغانستان ولسمشریز اتنخابات څیړو

د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو تر دویم پړاو وروسته د بحران او بیا د بحران هواري لپاره پر موافقې غږېږو. وا به ورئ چې دا ډول بحرانونه او د دې په نتیجه کې سیاسي جوړ جاړي د هغه هېواد پر ډیموکراسۍ څه اغېز لري؟ تفصیل...

مهم موضوعات