د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایلي ځوانانو ته وړیا لوړې زدکړې




غلام غوث مشال ريډيو

پېښور: د قبایلي سيمي ۲۱زده کوونکو ته په آی ايم ساینسیز پېښور کې د فاټا سيکرټريټ په مالي ملاتړ د وړيا یا مفت داخلو منظوري ورکړل شوې ده.

چارواکې وايي، د فاټا سيکریټرېټ او آی ايم ساینسیز پېښور سره د وړیا زده کړو تر پروګرام لاندې به هر کال د قبایلي سيمو ۲۵ زده کوونکو ته په آی ايم ساینسیز پېښور کې مفت تعلیم ورکول کېږي. او پر هر یوه زده کوونکې به د کال يو لاک او اوه زره روپۍ مصرفوي.

د پېښور انسټيټيوټ اف منيجمنټ ساینسیز حيات آباد کې د قباییلي سيمې ۲۱ زده کوونکو ته د فاټا سيکرټريټ په مالي مرسته د داخلې اخیستو منظوري ورکړل شوېده.
د پېښور انسټيټيوټ اف منيجمنټ ساینسیز حيات آباد
د پېښور انسټيټيوټ اف منيجمنټ ساینسیز حيات آباد

د فاټا سيکریټرېټ مطبوعاتي څانګي مشر فضل الله مشال ريډيو ته وويل، چې د قبایلي سيمي ځوانانو لپاره د لوړو زده کړو دا پروګرام نه يوازې په آی ايم ساینسیز پېښور کې پيل کړل شوی دی، بلکې د پاکستان له نورو تعليمي ادارو سره هم دوی دا ډول لوظنامي لاسليک کړي دي چې مقصد يې د قباییلي سيمې ځوانان له تعلیمه برخمن کول دي.

نوموړي زياته کړه(( حکومت د فاټا زده کوونکو ته خصوصي وظيفي ورکوي او پرون(چارشنبه) چې په آی ايم ساینسیز کې کوم پروګرام شوی دی دا د هغې يوه برخه ده چې د تعليم پر مخ یووړل شي او ځوانان د تره ګرۍ ښکار نه شي. د حکومت دا کوشش دی چې زيات نه زيات تعليمي سهوليات ورته ورکړي))

د آی ايم ساینسیز ګرانټس مېنېجر شهريار خان مشال ريډيو ته وويل، چې تر دې پروګرام لاندې تر راروانو شلو کلونو پورې دوی هر کال په آی ايم سانسز پېښور کې د قبایلي سيمو ٢٥ زده کوونکو ته د لوړو زدکړو وړیا ضمينه برابروي.

د آی ايم سانسز ګرانټس منيجر شهريار خان وويل چې د قبابیلي سيمو زده کوونکې کولای شي چې په آی ايم ساینسیز کې له دې پروګرامه د ګټي پورته کولو لپاره د داخلي فارمونه جمع کړي.
XS
SM
MD
LG