چار شنبه 19 جون 2013 سیمه ییزوخت 12:28

افغانستان

په ۲۰۱۲م کال نیمايي افغان وګړو بډې ورکړې

د حرفواندازه - +

د ملګرو ملتونو یو نوی راپور چې د  پنجشنبي پر ورځ خپور شوی وايي، په افغانستان کې درغلي یا د اداري فساد کچه په چټکۍ سره ختلې ده، او زیاتوي د دغه هیواد نیمایي وګړي د خپلو کارونو لپاره سرکاري چارواکو ته رشوتونونه ورکوي.

څه باندې یولس کاله وړاندې چې د امریکا په مشرۍ د نړۍ په دغه خوار هیواد یرغل وشو نو هلته یې په بیلیونونه ډالر ولګول. او په دې سره  افغانستان د زمکې پر مخ د نړۍ په هیوادونو کې یو د تر ټولو زیات په درغلیو ککړ هېواد وګرځېدلو.

لویدیځ هیوادونه چې راتلونکې کال له افغانستانه خپل پوځیان باسي، پرمرستو تکیه دغه هیواد باندې  شرطونو لګولی چې د درغلو ضد اقدام په کولو سره به مالي مرستې ورکوي.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو ادارې او د افغانستان د درغلۍ ضد څانګې راپور وايي، چې که څه هم څرګند پرمختګ شوی دی خو زیاتوي، چې په ۲۰۱۲م کال کې د بډو او درغلیو پیسې درې اعشاریه نهه بیلیون ډالرو ته رسېدلې  دي چې د ۲۰۰۹م کال په پرتله څلوېښت فیصده زیاتولی په کې راغلی دی.

په ۲۰۱۲م کال چې افغانانو په بډې او رشوتونو کې څومره پیسې ورکړې دي دا دغه هېواد له  خالصې کورنۍ ګټې څخه دوه چنده زیاتې دي، او یا هم د جاپان ټوکیو کنفرانس کې چې  نړیوالو بسپنه ورکونکو  د کومو ۱۶ بیلیون ډالرو ژمنه کړې وه دا د هغې څلرمه برخه یانې څلور بیلیون ډالر جوړېږي.

د ملګرو ملتونو د مخدره موادو او جرایمو یو سیمه ییز استازي ژان لوک لېمېهو وویلي، هر څوک پوهېږي چې دا یوه ډېره سنجیده مسله ده، خو په کار داده چې یوه موثره او کره حکمت علمي جوړه کړل شي چې د دغه ستونزي حل راوباسي.

رپوټ ښيي چې له اداري فساد  سره عام خلک په زیاتیدونکې توګه اموخته شوي دي. په بله مانا بډې او رشوتونه اوس عادي خبره ګرځېدلې ده.

په سروې کې له پوښتل شویو څخه ۶۸ فیصده یې دا مني چې د معمولي سرکاري تنخا نوکر خپله امدني د وړو وړو رشوتونو په اخیستو زیاتوي. دغه شمېره په ۲۰۰۹م کال کې ۴۲ فیصده وه.

دغه سروې په افغانستان کې له ۶۷۰۰ کسانو څخه د پوښتنو او  مرکو پر اساس ترتیب شوې ده.

ولسمشر حامد کرزي په ډسمبر میاشت کې تر ډیره حده په اداري فساد کې بهرنیان په لاس درلودلو تورن کړل ، او ویلي وو په ۲۰۱۴م کال کې د ناټوځواکونو له وتلو سره به له درغلۍ  یا اداري فساد څخه د خلاصونه لپاره لاره هواره شي.

پخوا افغان حکومت نړیوالې ټولنې ته ګوته نیولي وه چې د قراردادونو ورکولو سیستم له وجي یې په هیواد کې درغلي اوفساد زیات شوی دی، خو دا هم مني چې په افغان دولتي ادارو کې هم درغلي ډیره زیاته ده.

دا هم ولولئ

د سندرو امېل (پښتونخوا حکومت او د خبریالانو اندېښنې)

په پېښور کې د کلچرل جرنلسټس (فرهنګپاله خبریالان) په نوم ټولنې یو مشر احتشام طورو وايي، د پښتونخوا نوي حکومت فرهنګي تګلارې په اړه لا واضح مالومات تفصیل...

Audio فلسفي سېدجمال الدین افغان

د افغان فلسفي او سياسي څېرې، سېد جمال الدين افغان په اړه تفصیل...

Audio د مشال تر رڼا لاندې بحث

په پاکستان کې نوی منتخب حکومت د جوړیدو په حال کې دی. د سولې په برخه کې د دې حکومت مخې ته یو ګواښ له طالبانو سره سوله ده. تفصیل...

Audio د سندرو امېل (د سرفراز خبرې او نوې سندرې)

سرفراز وايي، د ده د نوي البم نوم (زېری) دی. دی وايي، په البم کې یې ځینې طرزونه خپل دي. دی وايي، له نوې موسیقۍ سره سره یې د پښتو دودیزې آلې هم په تفصیل...

مهم موضوعات