پنجشنبه 20 جون 2013 سیمه ییزوخت 07:39

پاکستان

نوازشریف د طالبانو وړاندیز ته هرکلی ویلی

د مسلم لیګ ن مشر نواز شریف
د مسلم لیګ ن مشر نواز شریف
د حرفواندازه - +


فرانس پریس خبري اژانس وايې،  د پاکستان د حزب اختلاف د لوی ګوند مسلم ليګ مشر نواز شريف پر حکومت له وسله والو طالبانو سره په سمدستي توګه د خبرواترو غوښتنه کړې ده.

نوموړي پر حکومت غږ کړی چې د طالبانو له لوري د مشروطه خبرو اترو کولو وړانديز دې جدي واخلي.

د وسله والو طالبانو وياند احسان الله احسان د تېرې يکشنبې پر ورځ يوه ويډيو جاري کړې وه چې د نواز شريف په ګډون د ځينو سياسي مشرانو په ضمانت يې له حکومت سره د خبرو اترو وړانديز کړی وو.

خو نواز شريف د طالبانو د وړانديز هرکلی وکړی البته له ضمانت ورکولو يې انکار وکړی.

د پاکستان په يوه اخبار کې په خپور شوي بيان کې نواز شريف ويلي، ضرورت د دې خبرې دی چې د وسله والو طالبانو وړانديز جدي واخستل شي ځکه د پاکستان ولس امن ته ليواله دی .د هغه د دې بيان تصديق د مسلم ليګ ن وياند صدیق الفاروق هم وکړی.

د فرانس پريس خبري اژانس په وينا، تنقيد کوونکې پر حکومتي چارواکو تور لګوي چې په پخوا کې يې د وسله والو طالبانو د خوشاله کولو لپاره له هغو سره د امن تړونو وکړل چې د دوی په خبره، هم دغو معاهدو طالبانو ته د نورو حملو لپاره د تياري  موقع په لاس ورکړه.

دا هم ولولئ

د سندرو امېل (پښتونخوا حکومت او د خبریالانو اندېښنې)

په پېښور کې د کلچرل جرنلسټس (فرهنګپاله خبریالان) په نوم ټولنې یو مشر احتشام طورو وايي، د پښتونخوا نوي حکومت فرهنګي تګلارې په اړه لا واضح مالومات تفصیل...

Audio فلسفي سېدجمال الدین افغان

د افغان فلسفي او سياسي څېرې، سېد جمال الدين افغان په اړه تفصیل...

Audio د مشال تر رڼا لاندې بحث

په پاکستان کې نوی منتخب حکومت د جوړیدو په حال کې دی. د سولې په برخه کې د دې حکومت مخې ته یو ګواښ له طالبانو سره سوله ده. تفصیل...

Audio د سندرو امېل (د سرفراز خبرې او نوې سندرې)

سرفراز وايي، د ده د نوي البم نوم (زېری) دی. دی وايي، په البم کې یې ځینې طرزونه خپل دي. دی وايي، له نوې موسیقۍ سره سره یې د پښتو دودیزې آلې هم په تفصیل...