یک شنیه 1 فب 2015 سیمه ییزوخت 05:24

افغانستان

"د افغان ماشومانو په وژنو اندېښمن یو"

د ملګرو ملتونو د ماشومانو حقونو کمېټۍ په هغو رپورټونو اندېښنه ښودلې چې په کې ویل شوي په تېرو څلورو کالونو کې په افغانستان کې په حملو او د امریکايي پوځیانو په هوايي بمبارۍ کې په سلګونه ماشومان وژل شوي دي.

کمېټۍ وايي، دا وژنې د رپورټونو تر مخې د احتیاطي تدابیرو کموالي او د قوت بې درېغه کارولو له کبله شوې دي. دې کمېټۍ د ښکار شویو ماشومانو د شمېر په اړه زښته اندېښنه ښودلې ده. 

له ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱ز کال پورې په افغانستان کې د ماشومانو وژنې دوه چنده زیاتې شوې دي.

دا هم ولولئ

د پېښور په سکول برید او پښتو موسیقي

د پېښور په یو سکول کې د برید پرمهال د ۱۴۰ و نه د زیاتو ماشومانو په نخښه کېدو ، د نورو خلکو ترڅنګ حساس زړه درلودونکي هنرمندان هم وژړول. تفصیل...

Audio په ۱۳ کلونو کې د افغانستان په امنیتي حالت کې بدلونونه

په دې خپرونه کې به واورئ چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان امنیتي حالات څنګه بدل شوي دي؟ د هغه هېواد د امنیت خرابوالي لاملونه څه دي؟ ایا افغانان د جګړې نه شتون غواړي، که نه د ثبات په تکل دي؟ ایا د افغانستان ملي پوځ هېواد ته د ورپېښو ګواښونو مقابله کولای شي؟ تفصیل...

فضل وهاب درد د پښتو موسیقۍ پټ غمی

په سندرو امېل خپرونه کې، چې هارون باچا يې جوړوي، د ښاغلي درد له هنري کارونو خبریږئ او هم یې له څو سندرو خوند اخلئ. تفصیل...

Audio د کندهار محلي موسیقي او په هغې برخه کې مشکلات

بشیر احمد فریادي د کندهار نومیالی ولسي سندرغاړی دی. دی وايي، د موسیقۍ د محفلونو له لارې کورنۍ ته د ژوند اسانتیاوې وربرابروي. دی وايي، له شاوخوا ۳۰ یا ۳۲ کلونو سندرې وايي خو د موسیقۍ ((استاد)) نه دی. تفصیل...

په تېرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان جمهوریت، بشري او د ښځو حقونو ته کتنه

د ۲۰۱۴ز کال په پای کې نړیوالو ځواکونو د یوې غونډې له لارې په رسمي ډول خپل ۱۳ کلن جنګي ماموریت پای ته ورساوه. اوس د افغانستان د امنیت ټولې چارې له افغان ملي امنیتي ځواکونو سره دي. تفصیل...

مهم موضوعات