د لاسرسي ځای

تازه خبر

اورکزو کې چاودنې ۹ تنه وژلي ۲۵ ژوبل






په قبایلي سیمې اورکزو کې نن یوه چاودنه شوې ده چې په کې نهه کسان وژل شوي او ۲۵ ژوبل شوي دي.

په سیمه کې تحصیلدار ښایسته اکبرخان وايي، دا پېښه نن ماسپښین د کلایې په عمومي څلور لاره کې په یوه دوکان کې شوې ده. د چاودنې له کبله ودانیو ته تاوان رسېدلی دی او د رپورټونو تر مخې اوس هم ځینې کسان د پرېوتو ودانیو تر خاورو لاندې پراته دي.

د پېښې په ځای کې مرستندویه کارونه روان دي او ژوبل کسان د کلایې روغتون ته رسول شوي دي.

د مشال خبریال طارق اورکزی وايي، د کورمې اېجنسۍ په سرښار کلايي کې چې په کوم ځای کې چاودنه شوېده، نو هلته سرکاري دفترونه، روغتونونه او د دې تر څنګ امنیتي مرکز هم دی. او د نور ښارګوټي په پرتله په دغه علاقه کې امنیت هم ټینګ وي.

د مشال خبریال وايي، چې په اورکزو کې د وسله والو طالبانو پر وړاندې پوځي عملیات هم له ډېرې مودې راهیسې دوام لري.
XS
SM
MD
LG