چار شنبه 22 مې 2013 سیمه ییزوخت 19:40

پاکستان

د هند په پارلمان د برید پلان جوړونکی اعدام کړل شو

د حرفواندازه - +

 ژباړه :انیسه اجمل مشال راډیو
سرچینه: ای ایف پي

 
پراګ: ای ایف پي خبري اژانس لیکې ، په ۲۰۰۱ لومړی کال کې د هند په سرښار نوي ډلي کې په پارلیمان د برید تورن افضل ګورو ته د خالې په ورځ د پهانسي سزا ورکړل شوه .
 
اژانس لیکې ، د ۲۰۰۱ لومړي کال د دسمبر په ۳۱مه نیټه پنځو یاغي وسله والو د هند په پارلیمان برید  وکړ، چې له امله یې اته پولیس او یو د باغ مالې ووژل شو ، په دغه برید کې یو خبریال هم ژوبل شوي وو چې څو میاشتي وروسته مړ شو.
 
محمد افضل ګورو چې پخوا به یې میوي خرڅولې ،ورته د هغې وروسته په تهاړ جیل کې د پهانسي سزا ورکړل شوه کله چې  د ولسمشر پرناب مکهرجي لخوا د هغه د اپیل درخواست رد کړل شو.
 
 د هغه په اعدام د مختلفو ډلو لخوا د ردعمل د راتللو  د ویري له امله د هند تر انتظام  کشمیر په ځینو برخو کې کرفیو لګول شوي او ځینې ښارونه بند کړل شوي هم دي.
 
په داسي حال کې چې د هند یوي لويي مخالفه ګوند د دي سزا هرکلې کړې ، افضل ګورو  سره یو بل تورن کس چې وروسته بې ګناه ګرځول شوې، ویلې ، دا سزا د انصاف  بالاتر ده.
 
د هند د کورنیو چارو وزیر سو شیل کمار شیندې  خبریالانو ته ویل ، د قانونې طریقي تر مخه افضل ګورو ته د خالې په سحر اته بجې پهانسي ورکړل شوه .او دوي د کشمیر د حالاتو د نزدي څارنه کوي.
 
اژانس لیکې، هند تور لګوي چې په پارلیمان د برید تر شا چې د چا لاس وو ، هغوي ته  د پاکستان د استخباراتو ملاتړ تر لاسه  وو.د دي پیښی روسته د پاکستان او هند تر مینځ په پوله د دواړو خواوو لخوا د اتو میاشتو لپآره لس لکه پوځیان ځاې پر ځاې کړل شوي وو.
 
اژانس لیکې ،  افضل ګورو په دوزره لومړي کال کې د هند په پارلیمان د برید کولو د سازش او ترهګرو ته پناه ورکولو په جرم کې تورن ګرزول شوی وو.
 
افضل ګورو پر دي هم مجرم ثابت شوې چې هغه د مذهبې ډلې جیش محمدي غړی وو ، دغه ډله د هند د حکومت پر ضد د کشمیر په همالیه کې جنګیدلې ده. په دغه جګړه کې یو لاکه خلک وژل شوې.
 
اژانس لیکې ، د وکیلانو په ګډون د فعالانو ډلې چې د افضل ګورو لپاره يې کمپاین چلوو ، وایې ، د هغه په مقدمه کې د پولیسو لخوا د  ثبوتونو وړاندې کولو او د قانونې     
 کارواۍ له امله ډيري ستونزي وي.
 
اژانس لیکې ، د دي نه وړاندي احتجاج  کونکو د افضل ګورو د خوشې کولو لپاره مظاهري کړې وې ، البته د هند ښی لاسي فعالانو  د افضل ګورو د پهانسي غوښتني کړي وي چې نورو مهمو بریدکونکو ته پیغام ورکړي.
 
اژانس لیکې ،په تیره یوه لسیزه کې  دا دویم کس دی چې په هند کې ورته پهانسي ورکړی شوه. د دي نه وړاندي په تیر نومبر کې  پاکستانې نژاده اجمل قصاب ته د ممبي بریدونو په تور پهانسې ورکړل شوه.

دا هم ولولئ

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...

Audio استاد شاولي د پښتو موسیقۍ یو اتل

د مشال ريډيو نننۍ خپرونه کې د پښتو د مشهور سندرغاړي استاد شاه ولي په اړه د خپرونو دريمه او آخري برخه اورئ. تفصیل...