جمعه 24 مې 2013 سیمه ییزوخت 22:47

افغانستان

په ننګرهار کې خلک باغونه جوړوي

د حرفواندازه - +

بازمحمد عابد مشال راډيو


جلال اباد: که يوه لورې ته په ننګرهار کې په دولتي کچه د ميوه لرونکو  نيالګيو او زينتي بوټو د کرلو بهير پيل شوی، نو بل لوري ته د جلال اباد ښار په ګډون له بيلابيلو ولسواليو استوګن ډله ډله نرسري فارمونو ته ورځي او د خپلې خوښې ميوه دار او زينتي بوټي اخلي.

پخوا د ښار په بيلابيلو برخو کې نرسري فارمونه موجود و، خو اوس د ښاروالۍ له اړخه د بهسودو پله ته څيرمه ځای ورکړل شوی چې په لسګونو نرسري فارمونه پکې جوړ شوي دي.

د نرسري فارمونو د ټولنې مشر بسم الله وايي چې په دې خاطر د ښار د بيلابيلو برخو څخه په يوه مرکز راټول شوي چې خلکو ته يې په اخيستلو کې اسانتيا وي.

نوموړی وايي:

« دغه نهال فروشي مخکې د ښار په مختلفو برخو کې وه، بيا موږ ښاروالۍ ته عريضه وکړه، بيا هغوی موږ ته دغلته د پل بهسود لاندې شين ډنډ چې مشهور ځای راکړ، دلته مې پنځوس پنځه پنځوس فارم لرونکو ته دا ځای توزيع کړو. تازه د وطن بوټي دي، ميوه دار شته بې ميوې شته، دلته مالټه، ليمو، نارنج چکوتره، زردالو، شفتالو، الوچه، داټول دلته خلکو تيار کړي دي.»

د نرسريو دغه فارمونو ته د ننګرهار له بيلو بيلو ولسواليو څخه د نيالګيو د کرلو مينه وال ورغلي وو،
د عبدالله په نوم يو تن چې د دره نور ولسوالۍ سره تعلق لري، او اوس په جلال اباد ښار کې اوسيږي، وايي چې پخوا يې په کلي کې باغونه لرل، خو ديرش کلنو جنګونو له منځه وړي دي اوس غواړي چې په جلال اباد ښار کې په خپل کور کې ځان ته باغ جوړ کړي.

د طالب محمد په نوم يو تن چې د خوګياڼو ولسوالۍ څخه د نيالګيو د اخيستو په خاطر راغلی و، وايي ،ناجو، صبر او د نارنج بوټي مې په دې خاطر واخيستل چې نهال يې کړم. ځکه پخواني چې زموږ د پلرو او نيکونو وو، هغه اوس يا زاړه شوي او يا له منځه تللی. اوس غواړي چې دا وطن ښيرازه شي، ښکلی شي، د دې په خاطر دغه بوټي کرو.
x


که له يوه پلوه د نرسري فارم لرونکي خوښ دي چې دولت ورته ځايونه ورکړي دي نو له بله پلوه له هغو فارم لرونکو څخه شکايت کوي چې له پاکستان څخه نيالګي واردوي.

د حبيب الله په نوم يو تن فارم لرونکي مشال راډيو ته وويل:
« دا زما خپل نهال دی، په خپل لاس باندې مې پيوند کړی دی. د بوټو اخيستو پسې ډير خلک راځي، خو يو شی دی چې زموږ بوټي چې دي په موږ پاتې کيږي، ځکه چې له پاکستانه په لاريو لاريو بوټي راځي، هغه ارزانه دي، نه چم لري او په لږه پروړه کې يې تاو کړي وي. يو بوټي په شپيته او اويا خرڅوي، په سلو کې پنځوس بوټي شينه کيږي. او د وطن مال يوه دانه هم نه خطا کيږي.»

خو د فارم لرونکو د ټولنې مشر بسم الله وايي چې په ډيره کمه اندازه نيالګي له پاکستان څخه راوړل کيږي.

« له پاکستان نه په کراچيو کې په کمه اندازه راځي، ځکه چې اوس ورته څوک ضرورت نه لري. او نه يې څوک اخلي، په هغه پروړه کې لږه شاه خاوره تاوه کړي وي چې هغه اکثرو خلکو ته وچ شي، بې نتيجې دي.»

ياده دې وي چې ننګرهار يو له هغو ولايتو څخه دی چې چې څه درې لسيزې وړاندې په کې په دولتي باغونو سربيره په شخصي توګه هم د سيمې په کچه خلکو په خپلو ځمکو کې د ميوه دارو ونو باغونه لرل، خو د تيرو ډيره برخه يې د تيرو کورنيو جنګونو ښکار شوي، خو اوس هم په دولتي کچه او هم په شخصي توګه د باغونو د رغولو هڅې پيل شوي دي.

دا هم ولولئ

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...

Audio استاد شاولي د پښتو موسیقۍ یو اتل

د مشال ريډيو نننۍ خپرونه کې د پښتو د مشهور سندرغاړي استاد شاه ولي په اړه د خپرونو دريمه او آخري برخه اورئ. تفصیل...

مهم موضوعات