سه شنبه 21 مې 2013 سیمه ییزوخت 13:09

بلوچستان

د بلوچستان په ۲۵ ضلعو کې د پولیو ضد مهم ځنډول شوی

د حرفواندازه - +


د بلوچستان په ۲۵ ضلعو کې د پولیو ضد کمپاين ځنډول شوی               

د بلوچستان د صوبايي حکومت له خوا په خپرې شوې خبرپاڼط کې راغلي، د نوموړی ایالت له دېرشو څخه په پنځویشتو ضلعو کې د پولیو ضد کمپاين ځنډول شوی.

دا کمپاین چې د روانې میاشتې له اتلمسې نيټې څخه به پېلېده، له پنځو ضلعو ماسوا په ټول بلوچستان کې ځنډول شوی دی. هغه ضلعې چې دا مهم به لاهم په کې چلېږي، کوټه، کلا عبدالله، پښين، جعفراباد او نصيراباد دي.

که څه هم په دې خبرپاڼه کې دا نه دي ویل شوي، چې دا مهم ولې ځنډول شوی، خو د ايي پي ايي د بلوچستان څانګې مشر ډاکټر انور له مشال سره په خبرو کې وویل،  د ډبلیو ایچ او له لوري ورته د پولیو واکسین لا هم رسېدلي نه دي، او هم ځکه يې په پنځویشتو ضلعو کې دا مهم ځنډولی.

(( دا مهم د سیکیورټي له امله نه دی ځنډول شوی، بلکې د ډبلیو ایچ او یا د صحت د نړیوالې ادارې له خوا چې موږ ته کوم واکسین  راکول کېږي، هغه لا هم راته رسېدلي نه دي، نو ځکه په پنځویشتو ضلعو کې دا مهم وځنډول شو.))

د بلوچستان کلا عبدالله او پښين هغه سیمې دي، چې په تیر څه وخت کې په کې د پاکستان تر هرې سیمې زیات له پولیو یا ګوزڼ څخه ماشومان متاثره شوي. د ډاکټر انور په ډاکټر انوار وایي همداوجه د چې په هغو سیمو کې دا مهم نه ددي ځندول شوي.

له دې سره چې د بلوچستان د صوبايي حکومت له خوا دا لا هم نه دي ویل شوي، چې په پاتې پنځویشتو ضلعو کې به دا مهم بیرته کله پېل شي. خو د اي پي ايي یاد مشر وویل؛ کله چې هم د صحت د نړيوالې ادارې له لوري ورته واکسین ورسېدل، ورسره سم به په دې سیمو کې هم مهم بیرته پېل کړي.

د یادولو وړ ده چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې هم د بلوچستان په ځينو سیمو کې د پولیو ضد کمپاين ځنډول شوی و، چې هغه وخت کې يې صوبايي حکومت لامل خراب امنیت ښودلی و.


 

دا هم ولولئ

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...

Audio استاد شاولي د پښتو موسیقۍ یو اتل

د مشال ريډيو نننۍ خپرونه کې د پښتو د مشهور سندرغاړي استاد شاه ولي په اړه د خپرونو دريمه او آخري برخه اورئ. تفصیل...

Audio استاد شاه ولي: د پښتو موسیقۍ یو اتل

د نن ورځې اتلان خپرونه د پښتو موسيقۍ مشهور سندرغاړي استاد شاه ولي په اړه د خپرونو دوهمه برخه ده. تفصیل...