د لاسرسي ځای

تازه خبر

انجینیر شوکت الله د پښتونخوا نوی ګورنر




د باجوړ سره تعلق لرونکی د پاکستان د سرحدي چارو پخواني وزیر انجینیر شوکت الله نن د خیبر پښتونخوا د نوي ګورنر په حیث په پیښور کې سوګند پورته کړ. د سوګند پورته کولو په دغه دستوره کې د صوبې لومړي وزیر امیر حیدر خان هوتي، د باجوړ او نورو قبایلې سیمو مشرانو ګډون وکړ.


شوکت الله د بیرسټر مسعود کوثر پرځای په دغه چوکۍ ټاکل شوی. د مسعود کوثر د لرې کیدلو په اړه د حکومتي چارواکو لخوا هیڅ ندي ویل شوې.

د ای ايف پي خبري اژانس له مخې که څه هم د ګونر د لرې کولو په سرکاري بيان کې په دی اړه څه نه دي ويل شوي چې په څه وجه مسعود کوثر له خپلې دندی لری کړل شوی، خو دوي ته يو لوړ پوړي حکومتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ويلي دي، چې کيدای شي د زيات عمر له وجې کوثر له خپلې دندې نه لرې کړل شوی وي.

څلور اتيا کلن مسعود کوثر د دوو کالونو لپاره د صوبې د ګورنر په توګه کار وکړ . د نوي ټاکل شوي ګورنر شوکت الله تعلق له باجوړ ايجنسۍ سره دی.
XS
SM
MD
LG