جمعه 24 مې 2013 سیمه ییزوخت 00:19

پاکستان

وسلوال طالبان په خبرو کې سنجیده نه ښکاري

د حرفواندازه - +
د پاکستان د کورنیو چارو وزير رحمان ملک ويلي طالبان په مذاکراتو کې سنجيده نه دي.
 
پرون په اسلام کې له خبريالانو سره په خپلو خبرو کې رحمان ملک وويل چې طالبان د مذاکراتو په نوم له ولس سره ټوقي کوي ، نوموړي ويل مسلي د خبرو اترو د لاري په ښه شان حل کيدای شي خو طالبان چې د مذاکراتو لپاره کومه لاره خپلوي هغه سمه نه ده.
 
رحمان ملک زیاتوي، وسلوال طالبان یو خوا په ملک کې تشدد کوي، بدامني خوروي، او بلخوا حکومت ته د خبرو لپاره شرطونه ورکوي.
 
د کورنیو چارو وزير دا هم ویل، وسله وال طالبان دی له خبرو  وړاندې د تشدده لاس واخلي. د نوموړي په خبره  که چېری طالبان د  راتلونکیو ټول ټاکنو نه وړاندې وسله وغورځوي نو محفوظه لاره به ورکړل کيږي.
 
 
بلخوا د خیبر پښتونخوا د اطلا عاتو وزیر میا افتخار حسین ويلي دي له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو وړاندې نیول شوي وسله وال طالبان نه شي خوشې کولی.
 
د خيبر پښتونخوا په نوښار کې پرون  له خبريالانو سره په خپلو خبرو کې ميا اافتخار حسېن ويلې چې د مذاکراتو  وړاندې د وسلوالو طالبانو خوشې کول د هېواد د قانون او آيین  ضد  ګام دی .
 
د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو وزير زياته کړه که چېری ټول ګوندیز کانفرنس کې له طالبانو سره د مذاکراتو کولو پریکړه وشوه نو دوی به په دې لړ کې د ولسمشر  اود پوځ د مشر سره هم  صلا ح کوي. ناقانونه ګرزول شوې وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان د وړاندې نه له حکومت سره د خبرو وړانديز کړی. 

دا هم ولولئ

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...

Audio استاد شاولي د پښتو موسیقۍ یو اتل

د مشال ريډيو نننۍ خپرونه کې د پښتو د مشهور سندرغاړي استاد شاه ولي په اړه د خپرونو دريمه او آخري برخه اورئ. تفصیل...