د لاسرسي ځای

تازه خبر

"کراچۍ کې انتخاباتي فهرستونه نه منو"


په کراچۍ کې یو شمېر ګوندونو د الېکشن کمیشن پر ضد مظاهرې هم کړې وې چې د انتخاباتي فهرستونو کار په شفافه توګه نه کوي
په کراچۍ کې یو شمېر ګوندونو د الېکشن کمیشن پر ضد مظاهرې هم کړې وې چې د انتخاباتي فهرستونو کار په شفافه توګه نه کوي


ظفرکریمي مشال ریډیو

کراچۍ :د ټاکنو د کمیشن چارواکي وایي په کراچۍ ښار کې د ووټر لیسټونو د تصدیقي عمل د شورو شوي کار نن اخري ورځ ده ـ د یاد کمیشن د سند صوبې مشر محبوب انور مشال ریډیو ته ویلي دي چې تر اوسه یې په دغه برخه کې ۹۵ فیصده کار ترسره کړی دی او که ضرورت محسوس کړي نو د انتخابي فهرستونو د تصدیقي عمل دا کار به ورځ دوه نور هم وغځوي.

د ټاکنو د کمیشن صوبایي مشر زیاته کړه چې په کراچۍ کې یې دغه عمل په سمه توګه ترسره کړی او د دې د امنیت په برخه کې ورسره پوځ هم مرسته کړې ده.

بلخوا ته د ایم کیو ایم ګوند سربیره د سند صوبې ګڼ سیاسي ګوندونه د انتخاباتي کمیشن کار نیمګړی بولي ـ او له دې څخه غیرمطمین ښکاري.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د سند صوبې صدر نذیر جان وایي، په کراچۍ کې د انتخابي فهرستونو تصدیقي عمل د ټاکنو د کمیشن لپاره اولنی امتحان و، خو له بده مرغه یاد کمیشن په دغه امتحان کې کامیاب نه شو.

د جماعت اسلامي ګوند په ګډون یو شمیر ګوندونو پرون د اتوار په ورځ د انتخابي فهرستونو په تصدیقي عمل کې د پوځ د برخې نه اخیستو پر ضد مظاهره کړې وه. د جماعت اسلامي د کراچۍ ډویژون مشر امیرحسین محنتي وایي د روانې میاشتې په ۱۳مه نیټه د انتخاباتي کمیشن ددې عمل پر ضد به له سترې محکمې څخه انصاف غواړي.

((سپریم کورټ چې په دې اړه کوم حکم کړی و، په دې ترسره شوې مرحله کې پر هغه هیڅ عمل ونه شو ـ نو ځکه خو د دې عمل څخه هیڅ ګټه ونه شوه او انتخابي فهرستونه هم هغه شان بوګس او ناسم دي لکه څنګه چې تر دې مخکې و ـ موږ په کراچۍ کې د ناسمو انتخابي فهرستونو په باب سپریم کورټ ته تللي و، د هغه کیس اوریدنه دوه ورځې روسته کیږي موږ به د الیکشن کمیشن لخوا د ترسره شوي دې عمل په اړه د سپریم کورټ په وړاندې اوچتوو))

د عوامي نیشنل ګوند سند صوبې مرستیال مشر بشیرجان هم په کراچۍ ښار کې د انتخابي فهرستونو تصدیقي عمل ته د شک په سترګه ګوري.

(( د سپریم کورټ په فیصله کې ویل شوي و، چې د تصدیقي عمل په دوران کې به پوځ او ایف سي والا د تصدیقي عمل کسانو ته سیکورټي ورکوي ، خو موږ هیچرې پوځیان او ایف سي والا د کراچۍ په کوڅو کې ونه لیدل ، موږ ددې ترسره شوي عمل نه مطمین نه یو))

یاده دې وي دسپریم کورټ په حکم د ټاکنو کمیشن په کراچۍ ښار کې د تیرې یوې میاشتې راهسې د انتخابي فهرستونو تصدیقي عمل شورو کړی دی ـ سپریم کورټ په خپله فیصله کې د ټاکنو کمیشن ته حکم کړی و چې د انتخابي فهرستونو د تصدیقي عمل په برخه کې د پوځ او ایف سي له سرتیرو کار واخلي او دغه عمل دې کره او شفاف ترسره کړي ـ
XS
SM
MD
LG