شنبه 25 مې 2013 سیمه ییزوخت 09:56

افغانستان

"افغان ځواکونو ته د سپارلو سیمو امنیت پیاوړی دی"

د حرفواندازه - +


دافغانستان دکورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ وايي ، په هغو سیمو کې چې دامنیتي مسوولیتونو دلیږد په دریو پړاونو کې يې امنیتي چارې  افغان امنیتي ځواکونو ته سپارل شوي، امنیت په کې ښه شوی او دخلکو همکاري هم له حکومت سره زیاته د افغانستان دکورنیو چارو وزیر مجتبی پتنګ  د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه کې  د حکومتي مسوولینو ،قومي مشرانو او دمدني ټولنې دفعالانو یوې غونډې په خپله وینا کې وویل، دوی تمه لري، ډیر ژر به دپاتو سیمو امنیتي مسوولیتونه هم په راتلونکي څلورم او پنځم پړاو کې افغان امنیتي ارګانونو ته وسپارل شي.

په غونډه کې  وویل ،هغه سیمې ،چې دامنیتي مسوولیتونو دلېږد په دریو پړاونو کې له ناټو او نړیوالو ځواکونو څخه افغان امنیتي ارګانونو  ملي اردو او ملي پولیسو ته سپارل شوي،په کې ډیر مثبت تغیرات راغلي ،خلک ورڅخه راضي دي او حالت د دوی په ګټه راڅرخیدلی دی.  دکورنیو چارو وزیر ،چې دمخابراتو او مالوماتي تکنالوژی له وزیر امیرزي سنګین سره یو ځای تیره ورځ دپکتیکا ولایت دامنیتي او ټولیز حالت دارزونې لپاره نوموړي سیمې ته تللی وو ،هیله ښکاره کړه ،چې له ناټو او نړیوالو ځواکونو څخه به دلیږد څلورم او پنځم پړاو هم په بریالیتوب سره ترسره شي :

په غونډه کې دمخابراتو او مالوماتي تکنالوژی وزیر امیرزي سنګین وویل،چې دوی په خپل ټول توان هڅه کوي تر څو دښې حکومتدارۍ درامنځته کیدو لپاره هلې ځلې کوي. ښاغلي سنګین په دې برخه کې له خلکو وغوښتل ،چې دوی دې دحکومت کلک ملاتړ وکړي:

پکتیکا والي محب الله صمیم هم په خپلو خبرو کې دنوموړي ولایت دحکومتي مسوولینو په استازیتوب دکورنیو چارو او مخابراتو وزیرانو ته ډاډ ورکړ ،چې دوی هر ډول همکارۍ ته چمتووالۍ لري:

دپکتیکا ولایت یو تن قومي مشر یادونه وکړه ،چې دنوموړي ولایت په امنیت کې پوره ښه والی راغلی ،نوموړي دیحیی خیلو ولسوالۍ یادونه وکړه، چې دوه کاله مخکې په کې ډیره ناامني وه ،خو اوس دپکتیکا تر ټولو باامنه ولسوالي ده:

دیادونې وړده پدې وروستیو کې په ټولیزه توګه دافغانستان په سرحدي سیمو کې په نسبي توګه امنیت ښه شوی او له افغان حکومت سره دخلکو همکاري او ناسته ولاړه ډیره شویده.

نجیب الله الوخېل خوست

دا هم ولولئ

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...

Audio استاد شاولي د پښتو موسیقۍ یو اتل

د مشال ريډيو نننۍ خپرونه کې د پښتو د مشهور سندرغاړي استاد شاه ولي په اړه د خپرونو دريمه او آخري برخه اورئ. تفصیل...

مهم موضوعات