پنجشنبه 2 اپر 2015 سیمه ییزوخت 05:06

پاکستان

پاکستانۍ روپۍ زښته لوېدلې


د پاکستانۍ روپۍ قدر مخ په کمېدو دی او د ګل په ورځ د کاروباري اونۍ له پېلېدو سره سم د یوه امريکايي ډالر نرخ په خلاص مارکېټ کې سلو روپو ته رسېدلی دی.

له مشال رېډيو سره خبرو کې د پېښور يو صراف محمد نسيم خان وويل چې دا وخت د ډالر اخیستو نرخ څه کم سل روپې  او د خرڅ نرخ سل روپۍ او لس پېسو پورې ختلی دی، ده زياته کړه چې په انټر بېنک کې بيا کېدای شي دا نرخ روپۍ يوه نيمه کم وي.

په پاکستان کې د ډالر ارزښت ولې جګ شو.؟ د اقتصادي چارو کارپوه ډاکټر محمد زبېر خان وايي،  تر دې دمه په پاکستان کې د زر مبادله ذخيره دومره وه چې حکومت په هغې د ډالر قدر راټينګ کړی وو خو اوس چې څومره څومره د زرمبادلې ذخيرې کمېږي ډالربه ورسره ګرانېږي او روپۍ به بې قدره کېږي.

ده زياته کړه چې په راتلونکې کې د روپۍ قدر د نور کمېدو امکان هم موجود دی.

د روپۍ قدر کمېدو به په پاکستاني معيشت څه اثر واچوي؟ په دغه اړه له مشال رېډيو سره خبرو کې د معاشي چارو کارپوه او مظفر آباد پوهنتون کې د اقتصادياتو استاد ډاکټر معراج الحق وينا وه چې په دې سره به پر پاکستان قرضه نوره هم سيوا شي او دغه رنګ به په هغې سود هم زيات شي.

د ده په خبره د دې نېغ په نېغه اثر په تېلو هم پريوځي چې ورسره به د امروزه استعمال څيزونه هم ګرانېږي.

ډاکټر معراج الحق زياته کړه چې په داسې حالاتو کې په روانو او راتلونکو ترقياتي منصوبو لګښت سېوا کېږي او ورسره ورسره حکومت د خپل مالي کال بجټ خسارې کمولو له پاره به هم له دغو منصوبو نه پېسې کمې کړي.

د ذکر وړ ده چې وړاندې ورځو کې سټېټ بېنک خپل يو رپورټ کې ويلي وو چې د پاکستان زرمبادله ذخيرو کې څه دپاسه اووه کروړه ډالره کمی راغلی دی چې ورسره موجوده ذخيرې د ديارلس اربه څلورپنځوس کروړه ډالرو نه په کمېدو ديارلس اربه اووه څلوېښت ډالرو ته راغلې، دغه رپورټ کې دا هم ويل شوي وو چې د مارچ په مياشت کې به حکومت نړيوالې مالياتي ادارې IMF ته څه قرضه واپس کړي چې ورسره به ذخيرې نورې هم کمې شي

رياض موسه خېل
مشال رېډيو، اسلام آباد

دا هم ولولئ

د کلتور او هنر وده: د پښتونخوا حکومت کارونه او د پوهانو انتقادونه

البته د پښتو نومیالی سندرغاړی ګلزار عالم وايي، حکومت ژمنې کوي خو پوره کوي یې نه. دی وايي، د کلتور له وزیر سره یې خبرې وکړې او وزیر ورته ویلي چې د هنري او ادبي هلو ځلو لپاره په میلیونونه روپۍ لري، خو په عملي توګه د حکومت کار نه ښکاري. تفصیل...

له فضل وهاب درد سره خبرې او د هغه سندرې

په دې خپرونه کې مو د خیبر پښتونخوا چارسدې له یوه مشر سندرغاړي فضل وهاب (درد) سره خبرې کړې دي. دی وايي، له وړوکتوبه یې موسیقي خوښېده او وروسته یې د کورنۍ په هڅونې د موسیقۍ زده کړې پیل کړې. تفصیل...

اروپا ته د ځوانانو کډوالي: ستونزې او د حل لارې

د ځوانانو غږ نننۍ خپرونه کې دا ځل اروپا ته د ځوانانو پر قانوني او غېر قانوني تګ بحث شوی دی. تفصیل...

Audio په پېښور کې د هنرمندانو ستونزو او پښتو ژبې ودې په اړه غونډه

د هنرمندانو حقونو لپاره کار کوونکی خالد خټک وايي، هڅه یې وکړه چې له کراچۍ د پاکستان یوه نومیالۍ هنرمنده عتیقه اوډو پېښور ته وروغواړي او په دې کې بریالی شو. خټک وايي، فرهنګ ته او کلتوري هلو ځلو ته زیات پام نه ورکول کېږي که نه ریښتیا دا دي چې د ناامنۍ په دې وخت کې د فرهنګي هلو ځلو ډېره اړتیا ده. تفصیل...

ټولنيزو رسنيو کې د پښتنو ځوانانو فعاليتونه او نوې تګلارې

د ځوانانو غږ خپرونه کې دا ځل په ټولنيزو رسنيو په ځانګړې توګه په فېس بُک کې د پښتنو ځوانانو پر فعاليت بحث شوی دی. په دې لړ کې د ټولنې په پرمختګ او تعميري هلو ځلو کې د فېس بُک د فعالينو رول او اغېز ته کتنه شوې ده. تفصیل...