د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني علماء د کابل علماء کانفرنس تیاري ته ځي






د پاکستان او افغانستان ديني عالمانو فيصله کړې ده چې په مارچ مياشت کې د دواړو هيوادونو د عالمانو ترمينځ په کابل کې کيدونکې علماء کنفرانس کې به د دواړو غاړو تر پنځو سوؤ پورې عالمان ګډون کوي.

د ګل پر ورځ په اسلام آباد کې دواړو ملکونو ديني عالمانو ترمينځ شوې غونډي ورستو ګډ خبري کنفرانس ته په وينا کې يوه پاکستاني مفتي ابوهريره محي الدين وويل ،چې د پاکستانيو عالمانو يو پلاوی به د روانې فبرورۍ مياشتي په ٢١ نيټه کابل ته ځي او د مارچ په مياشت کې کيدونکې کنفرانس د تفصيلاتو او ايجنډې په اړه به خبري اتري کوي.

نوموړي وويل چې د کنفرانس مقصد نه صرف افغانستان او پاکستان په حالاتو بلکې ټولي اسلامي نړۍ کې په امنيت او سلامتيا غور کول دي او بله دا چې دې کنفرانس کې به د هيڅ يوې ډلې مخالفت يا حمايت ونه کړل شي.

د ګډې خبري غونډي ورستو مشال ريډيو سره په خبرو کې د افغانستان د پلاوي يو غړي عطاءالله لودين د اسلام آباد غونډه ګټه وره وبلله او زياته کړه چې د دواړو غاړو عالمان پر درو نقطو متفق شوي دي. اول دا چې کنفرانس به د مارچ په مياشت کې په کابل کې کيږي بله دا چې پاکستانی پلاوي به په لسو ورځو کې افغانستان ته ځي چې د کنفرانس نيټه وټاکي او دريمه دا چې دواړو غاړو نه به دوه نيم دوه نيم سوه عالمان په کنفرانس کې ګډون کوي.

نوموړي وويل((چې پاکستان له موږ سره کومي وعدې کړې دي نو وخت راغلی دی چې هغه ترسره کړي او د پاکستان او د افغانستان د خلکو غوښتنه امن او سوله ده نو بايد چې د دې لپاره دواړو هيوادونه په ګډه سره کار وکړو.))

د ګډې خبري غونډې ورستو په غونډه کې د ګډون کونکو ترمينځ اختلافات هم رامينځ ته شول او په پاکستان کې د عالمانو کونسل مشر علامه طاهر اشرفي وينا وه چې غونډه کې موږ په کومو نقطو اتفاق کړې وو نو په هغو کې بدلون شوی دی. (( موږ په دې خبرو متفق شوي وو چې په ٢١ فرورۍ به موږ کابل ته ځو او هلته به د کنفرانس لپاره نيټه ټاکو خو اوس دا خبره وشوه چې په لسم مارچ به په کابل کې کنفرانس کيږي نو موږ له دۍ نيټې سره اتفاق نه کوؤ بله دا چې موږ ورته دا هم وويلي ول چې کنفرانس کې به د هيچا خلاف څه فتوا نه ورکوؤ او که دوی په کنفرانس کې د چا خلاف فتوا ورکول غواړي نو پاکستان علماء کونسل به په دې کنفرانس کې ګډون نه کوي))

مشال ريډيو چې کله د طاهر اشرفي نه پوښتنه وکړه چې پاکستاني طالبانو پر ضد خو يو شمير پاکستاني عالمانو فتوې ورکړې دي خو افغانستان کې چې طالبان کومې پيښې کوي نوهغوی ته دوی څنګه ګوري؟

په ځواب کې علامه طاهر اشرفي وویل، ((په افغانستان کې طالبان د قبضه کونکو پر ضد د خپلې آزادۍ لپاره جهاد کوي او په پاکستان کې چې طالبان له تشدده ډکې پيښې کوي نو دوی خو مسلمانان وژني نو د دواړو غاړو طالبانو په کاروايانو کې فرق دی، افغان طالبان جهاد کوي او پاکستاني طالبان ترهګري کوي.))

ياده دي وي چې په دي غونډه کې د افغانستان ۹ کسیزه پلاوي د قيام الدين کشاف په مشرۍ کې ګډون کړې و.

احمد الله- مشال ريډيو اسلام آباد
XS
SM
MD
LG