شنبه 23 مې 2015 سیمه ییزوخت 10:42

افغانستان

کونړ: د سېمټو بوجو کې شره ونیول شو



د کونړ امنیې قومندان مل پاسوال محمد عوض نذیري مشال  راډیبو ته وویل چې تیره ورځ یې دڅوکۍ په ولسوالۍ کې یو ټرېلر موټر چې په ښکاره په کې د سیمنټو بوجۍ وې خو پټ یې په کې په زرګونه کیلو ګرامه امونیم نایټرېټ  سره بار کړې وه. د ګاړي ډراییور  او کیلنډر هم  نیول شوي دي.

x
((موږ تیره ورځ یوه لویه لاس ته راوړنه درلوده چې دڅوکۍ په ولسوالۍ کې موپه یو تریلر موټر کې اته زره ،اته سوه او څلور کیلو ګرامه امونیم نایټرېټ  دسیمنټو بوجو کې پټ کړل شوي ونیول شو))

هغه وایې موټر چلونکی او بل ملګری يې دوی له لومړنیو تحقیقاتو وروسته څارنوالۍ ته لیږلي او هلته به یې په اړه پریکړه کیږي.

دکونړ امنیې  قومندان وویل امونیم نایټرېټ  په بمونو او ځانمرګو واسکتونو کې کارول کیږي چې د افغانستان حکومت یې واردول منع اعلان کړي دي  خو اوس هم یو شمیر کسان یې دورانکارو چارو د ترسره کولو لپاره له پاکستانه راوړي.

تر دې وړاندې هم په زرګونه کیلو ګرامه امونیم نایټرېټ  د پولیسو او نورو امنیتی ځواکونو لخوا د انتقالوونکو سره یوځاي نیول شوی .او یوشمیر نیول شوو کسانو ته په ډاګیزو محکمو ته سزاوي هم اورل شوي دي.

  روح الله انوري کونړ

دا هم ولولئ

له خیال ګل نسیم سره خبرې او د هغه سندرې

د نسیم په خبره، استاد یې ورته ویلي ول چې باید د پښتو غزل او پښتو سندرو ته زیاته توجه ورکړي. دی وايي، تر اوسه یې درې البمونه خپاره شوي دي چې پکې یې د معیاري شاعرۍ انتخاب کړی دی. تفصیل...

ثنا اعجاز او اصغر پښتونیار د تعلیم مبارزان

دا اونۍ د ځوانانو غږ خپرونه کې ثنااعجاز او اصغر پښتونیار مېلمانه وو. ثنا اعجاز د پېښور ده او د ټولنیزو او بشري حقونو لپاره له تیرې یوې مودې راهیسې مبارزه کوي. نوموړې وايي دوی په خپله تفصیل...

Audio د پېښور د رباب زده کړو مرکز

په دې خپرونه کې مو درته په پېښور کې د رباب زده کړې یوه مرکز پرانیستو موضوع راوړې. په پېښور کې نومیالی رباب غږوونکی وقار اتل وايي، لومړی استاد یې صاحب ګل دی او بیا وروسته یې له سیدا ګل مینا استاده زده کړې وکړې. تفصیل...

په پښتونخوا کې د پسرلنۍ مشاعرو ارزښت او ګټې

د ده په خبره، ښايي د دې لامل دا وي چې پښتانه او پښتنې سیمې له ناامنۍ سره مخامخ دي او داسې ښکاري چې اوس حالات څه نا څه سم شوي دي نو ځکه دا ډول پسرلنۍ مشاعرې هم زیاتې شوې دي. تفصیل...

د ځوان طارق افغان مبارزه

په ځوانانو غږ خپرونه کې مو دا ځل د عوامي نشنل ګوند د زده کونکو د سازمان يو مشر طارق افغان ميلمه دی. نوموړی د ټول پاکستان د ترقي پسند ځوانانو د اتحادې د خېبر پښتونخوا د څانګې يو منتظم هم دی. تفصیل...

مهم موضوعات