جمعه 22 اګست 2014 سیمه ییزوخت 20:40

افغانستان

خوست: ګڼ نامسوول وسلوال نیول شوي



دخوست د امنیه قوماندانۍ پولیسو  په خوست ښار او اطرافو کې د ځانګړو پوځي عملیاتو پرمهال خوا اوشا 150 تنه غیرمسوول کسان نیولي دي ، همدارنګه په دې عملیاتو کې یو شمیر هغه نجونې او ښځې هم نیول شوي ،چې په ښار کې يې سوالګري کوله.

د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال عبدالقیوم باقي وویل داکار يې په خوست کې دعامه نظم د ټینګښت او یو شمیر اطلاعاتو پر بنسټ ترسره کړي او غواړي د هر ډول ناوړه پيښو له رامنځته کیدو وړاندې په دې ډول فعالیتونو سره دهغوی مخنیوی وکړي.

په پوځي عملیاتو کې دامنیه قوماندانۍ د منسوبینو له خوا یو شمیر نجونې او ښځې هم ، چې په ښار کې يې  سوالګري کوله نیول شوې  دي. جنرال عبدالقیوم باقي زوی وايي دا کار يې د ناوړه اخلاقي کارونو د مخنیوي لپاره کړی دی.

نجیب الله الوخیل -خوست

دا هم ولولئ

Audio د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست

په دې خپرونه کې د کوټې له پښتو اکېډمۍ د خپرېدونکې مجلې ((لیکنې)) پر موضوع غږېدلي یو. د پښتو اکېډمۍ مشر او لیکوال سید خیر محمد عارف وايي، د مجلې لومړۍ ګڼه یې خپره کړې ده. د ده په خبره، دا لومړۍ ګڼه وه خو په کتابي شکل کې وه. تفصیل...

Audio  احتجاجي ناستې او د جمهوریت ګټه او تاوان

د جمهوریت خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. اورېدونکو د اګست له ۱۴مې نېټې په پاکستان کې د منتخب حکومت ړنګولو په موخه د پاکستان تحریک انصاف او پاکستان عوامي تحریک لاریون یا لانګ مارچ پیل شو چې وروسته په اسلام اباد کې پر احتجاجي ناستې بدل شو. تفصیل...

Audio جمهوریت (د ولسمشرۍ نوماندانو هوکړه او د افغانستان ډیموکراسي)

د جمهوریت په نننۍ خپرونه کې په افغانستان کې د ولسمشرۍ د دوو نوماندانو تر منځ د موافقې پر بېلا بېلو اړخونو غږېږو. په بحث کې به واورئ چې دا هوکړه یا موافقه د افغانستان د جمهوریت په ګټه ده او که تاوان؟ تفصیل...

Audio د خبرو اترو او جمهوري لارو دې ستونزې هوارې کړل شي

د عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف پر ۱۴م اګست په اسلام آباد کې د آزادۍ مارچ اعلان کړی دی. د دې سربېره د پاکستان عوامي تحریک مشر طاهرالقادري هم په همدغه ورځ د اوسني حکومت په ضد د انقلاب مارچ غږ کړی دی. تفصیل...

ضیاءالله همدرد ټولې زده کړې په وظیفو کړي دي

د دې اونۍ په ځوانانو غږ خپرونه کې د خيبر پښتونخوا د صوابۍ سيمې يو ځوان ضياء الله همدرد ميلمه دی. نوموړي تر لسم ټولګي زده کړې په پيښور کې په يوه يتيم خانه کې کړي دي او له هغې وروسته يي ټول تعليم په سکالر شيپونو کړی دی. تفصیل...

مهم موضوعات