شنبه 29 اګست 2015 سیمه ییزوخت 14:17

پاکستان

اسلام اباد: ټول ګوندیزه غونډه پیل شوه



نن په اسلام آباد کې د عوامي نېشنل ګوند لخوا رابلل شوي ټول ګوندېزه غونډه یا آل پارټیز کانفرنس شورو شوې چې پکې د هېواد زیاتره سیاسي ګوندونه ګډون کوي.

دغونډې د پرانستې پرمهال خپله وېنا کې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیارولي خان وویل، دترهه ګرۍ مسله ټول هېواد ته پیښه ده چې د مخ نیوي لپاره به یې ټول سیاسي ګوندونه په شریکه تګلاره وټاکي.

په غونډه کې د ګډون والو په اړه د عوامي نېشنل ګوند د اطلاعاتو سیکټري سینیټر زاهد خان بیګا  مشال ریډیو ته ویلي دي،  چې د جماعت اسلامي او پاکستان تحریک انصاف نه علاوه دهېواد ټولو سیاسي ګوندونه ګډون کولو ته سلا شوي دي. نو تمه ده چې په نتیجه کې به یې د ترهه ګرۍ د مخنیوي لپاره په متفقه توګه تګلاره وټاکل شي.

دا هم ولولئ

Audio په تاریخي ډول ایا د پښتنو جرګې جمهوري وې او که څنګه؟

تاسې به د سوات ریاست له مثال سره واورئ چې په څه ډول وړې وړې جرګې وروسته په لویو جرګو او بیا د یوه نظام او ریاست په بنیاد کښېښودو کې بریالۍ شوې. تاسې به دا هم واورئ چې د پښتنو نورو سیمو جرګې ایا جمهوري وې او که نه؟ تفصیل...

Audio ایا د اسلام اباد پښتنو خامو کورونو ړنګول د ایین سرغړونه وه؟

دې خلکو ته حکومت دوه ورځې وخت ورکړ چې کورونه دې پرېږدي او بیا وروسته ورغلل او د خلکو کورونه یې ړنګ کړل. پر دې مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې د هغې سیمې ګڼ اوسېدونکي ژوبل شول او ځېنې پولیسو ونیول او بیا یې ورباندې د ترهګرۍ مخنیوي مقدمې درج کړې. تفصیل...

Audio له سندرغاړي ګل نواز سره خبرې او د هغه سندرې

د ده په خبره، د هنګو اوسېدونکی دی او له هغه ځایه به پېښور ته ورته او له استاد شاه ولي سره شاګرد شو. په هغه وخت کې دی د اتم ټولګي زده کوونکی وو او سبق یې پرېښود. ګل نواز وايي، ده به له شاه ولي استاد سره درې، څلور میاشتې تېرولې او بیا به هنګو ته ولاړ. تفصیل...

Audio نومیالی انځورګر مراد وايي، لومړۍ استاده یې مور وه

مراد وايي، د مېنګورې دی او له وړوکتوبه یې له انځورګرۍ سره مینه لرله. لومړۍ استاده یې مور وه او تر هغې وروسته له نورو مصورانو سره شاګرد شو. بالاخره د اسلام اباد په هنرکدې کې د نومیالي هنرمند جمال شاه شاګرد شو. تفصیل...

فیس بک د مینې خورولو لپاره بهترینه وسیله

پښتانه ښکنځل نه خوښوي او نه یې هم په اسانه چاته کوي ، خو په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو لکه درواخلئ فیس بک کې داسې ویډیوګانې خپریږي چې ورکې د ډیورنډ د کرښې د دواړو غاړو یو شمیر پښتانه یو بل ته له ویډیو د لارې بد رد وايي او ښکنځل کوي. تفصیل...