شنبه 25 مې 2013 سیمه ییزوخت 19:32

پاکستان

د امن لپاره مو غونډه رابللې. اسفندیار

Loading
۱۲:۰۰:۰۰ / -:--:--

اسلام آباد: ټول ګوندیز کنفرانس پیل شو

د حرفواندازه - +

د اسلام آباد په یوه مقامي هوټل کې د عوامي نېشنل ګوند لخوا د تره ګرۍ خاتمې او امن بحالۍ تر سر لیک لاندې ټول ګونديزه غونډه پیل شوه.

د غونډې تر  پېلېدو مخکې د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفنديار ولي خان مشال رېډيو ته وويل چې اوس به ټول ګوندونه په يو خبره راغونډېږي چې څنګه په سيمه او ملک کې امن راوړل شي.

د اې اېن پي یوې پارلماني غړې بشره ګوهر مشال رېډيو ته د کنفرانس د تفصيلاتو په اړه  وويل چې د غونډې مقصد دا نه دی چې په ټولو ګوندونو دې خپله خبره ومنل  شي بلکې ټولو ګوندونو ته دا موقع ورکول دي چې د ترهګرۍ خاتمې لپاره خپله خپله خبره وکړي او په يوه نقطه راټول شي.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې د مسلم ليګ ن یو مرکزي مشر  اقبال ظفر جګړا وویل، چې دوی به ګوري په غونډه کې کومې خبرې مخې ته راځي او عوامي نېشنل ګوند څه تجويزونه راوړي د هغې روستو به خپله راییه  ورکوي.

دغه رنګ د قومي وطن پارټۍ غړې مېرمن انيسه زېب طاهر خېلي وينا وه چې بايد دا غونډه پنځه کاله وړاندې رابلل  شوې وای. د دې په خبره دوی ځینې  اندېښنې لري او هغه به په غونډه کې مخې ته ږدي.

بلخوا  د سني اتحاد کونسل مشر صاحبزاده فضل کريم وايي، هیڅکله باید له طالبانو سره  مذاکرات ونه شي. ده زياته کړه چې دې خلقو سره وړاندې هم په سوات کې خبرې او لوظنامې شوې وې او د هغې څه خاص نتيجې نه دي رامخ  ته شوې او دا ځل هم کېدای  شي،  طالبان د مذاکراتو په ترڅ کې خپل ځان مضبوطول غواړي.

د ده په خبره که طالبانو سره خبرې اترې کېږي نو دې جنګ کې د وژل  شویو څلوېښت زره کسانو خون به د چا په غاړه وي.

په غونډه کې د مسلم ليګ ن، مسلم ليګ ق، جميعت علما اسلام، پښتونخواملي عوامي ګوند او دغه رنګ نورو اوويشت سياسي ګوندونو مشرانو او غړو ګډون لرلو، خو جماعت اسلامي او تحريک انصاف په دې کې له ګډون کولو  انکار کړی دی.

رياض موسه خېل

مشال رېډيو ، اسلام آباد

دا هم ولولئ

Audio د سندرو امېل (د ډاکتر صاحب شاه صابر یاد غونډه)

د پېښور او جلال اباد فرهنګیانو په دې وروستیو کې ګډې غونډې پیل کړې دي چې په کې د پښتنو نومیالي شخصیتونو ته درناوی ښودل کېږي او د هغوی په اړه ولس ت تفصیل...

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...