پنجشنبه 20 جون 2013 سیمه ییزوخت 09:33

افغانستان

امريکا له ننګرهار سره د پروژو ژمنې کړې

د حرفواندازه - +


بازمحمد عابد مشال راډيو

جلال اباد:ـ د امريکې سفير جميز بي کنينګم د پنجشنبې يا زيارت په ورځ  د ننګرهار له والي ګل اغا شيرزی  سره په ګډه په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې د خپلو تيرو مرستو د يادولو تر څنګ په  راتلونکې کې د مرستو د جاري ساتلو ژمنې وکړې

دغه مطبوعاتي کنفرانس ته د ننګرهار والي ګل اغا شيرزي وويل چې د ننګرهار د پرمختيا لپاره يې د امريکې سفير ته وړانديزونه وکړل او ډاډ يې ورکړ چې امريکا به افغانان هيڅکله يوازې پرې نه ږدي.

« د ننګرهار او د مشرقي زون د هغو ستونزو په رابطه د ننګرهار د خلکو په استازيتوب  د امنيت پر برخه کې د اقتصاد د پياوړتيا په برخه کې او همدارنګه د زيربينايي پروژو د ورکولو په رابطه او د ننګرهار د يوه ښه حکومتدارۍ په رابطه موږ خپل مشکلاتونه او وړانديزونه ورته وړاندې کړل او دوی هم موږ ته دا ډاډ راکړ چې افغانان به دوی هيڅکله يوازې پرېنږدی.»

د امريکا سفير جميز بي کنينګم په ننګرهار کې د تيرو کلونو د مرستو د يادونې په ترڅ کې د نويو مرستو ژمنه وکړه. ده وويل:

« دلته په ننګرهار کې يوازې د امريکا خلکو د پنځه سوه پنځه ديريش ميلونو ډالرو څخه زياته پانګونه کړې او په سلګونه پروژې يې پلي کړي دي.  د پرمختيايي يا بيا رغونې پروګرامونو په اړه بايد ووايم لکه څرنګه چې ما والي صيب سره هم خبرې وکړې، موږ به په څو سکتورونو باندې کار کوو چې يو هم په کې بريښنا ده چې بايد کچه يې لوړه شي.لکه څنګه چې موږ د انتقال پروسه پر مخ بيايو، موږ غواړو چې زياته توجو د افغانانو د ظرفيت په لوړولو باندې وکړو، تر څو خپله افغانان وکولای شي چې خپل ستونزې هوارې کړي.»

د امريکې سفير جميز بي کنينګم زياته کړه چې د افغانستان د راتلونکې ولسمشرۍ ټولټاکنو کې به خپلې مرستې او همکاري جاری وساتي چې د شفافو ټاکڼو له لارې افغانان خپل ولسمشر وټاکي.

دا هم ولولئ

د سندرو امېل (پښتونخوا حکومت او د خبریالانو اندېښنې)

په پېښور کې د کلچرل جرنلسټس (فرهنګپاله خبریالان) په نوم ټولنې یو مشر احتشام طورو وايي، د پښتونخوا نوي حکومت فرهنګي تګلارې په اړه لا واضح مالومات تفصیل...

Audio فلسفي سېدجمال الدین افغان

د افغان فلسفي او سياسي څېرې، سېد جمال الدين افغان په اړه تفصیل...

Audio د مشال تر رڼا لاندې بحث

په پاکستان کې نوی منتخب حکومت د جوړیدو په حال کې دی. د سولې په برخه کې د دې حکومت مخې ته یو ګواښ له طالبانو سره سوله ده. تفصیل...

Audio د سندرو امېل (د سرفراز خبرې او نوې سندرې)

سرفراز وايي، د ده د نوي البم نوم (زېری) دی. دی وايي، په البم کې یې ځینې طرزونه خپل دي. دی وايي، له نوې موسیقۍ سره سره یې د پښتو دودیزې آلې هم په تفصیل...

مهم موضوعات