شنبه 28 فب 2015 سیمه ییزوخت 06:53

پاکستان

د امن لپاره د ټول ګوندیز کانفرنس ګډه اعلامیه




په اسلام آباد کې د عوامي نېشنل ګوند د مشر اسفندیار ولي خان له لوري رابلل شوي ټول ګوندیز کنفرانس نن د زیارت ورځ پر دې هوکړه وکړه چې له هغه طالب اورپکو سره دې د روغې جوړې خبرې وشي چې د پاکستان قانون او آیین منلو ته تیار دی.

په کانفرنس کې ګډونوالو ټولو سیاسي او مذهبي ګوندونو  دعوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان وستایلو چې د دوی ګوند د امن لپاره ټول ګوندیز کانفرنس رابللی او دا یې یو وړ ګام بللی دی.

د کانفرنس ګډوالو ویلي چې د اورپکیتوب او تاوتریخوالي ناسو یواځې د یوه ګوند او یوې صوبې ستونزه نه دبه بلکې د ټول هېواد مسله ده. او د ملک پرمختګ او پایښت تر هغو نه شي رامنح ته کېدای چې دا ستونزه نه وي حل شوي.

په ملک کې د جمهوري نظام استحکام د دغه ستونزې په هوارولو کې مرسته کولای شي.

په ټول ګوندیز کانفرنس کې پر دې لاندنیو نکاتو مکمل اتفاق وښودل شو.

۱- په ملک کې د امن راوستو اړتیا ده، چې د قېمتي ځانونو زیان ودورل شي او د ملک د استحکام  او ټولنیز پرمختګ لپاره یې ضرورت دی.

۲-  وینه په وینه نه وینځل کېږي د دې لپاره د امن راوستو ته لومړیتوب په کار دی.

۳-  د ترهګرۍ ستونزې  سوله ییز حل باید د پاکستاني ریاست د ایین او قانون او د ملکي سلامتۍ او ملي حاکمییت د خوندیتوب په چوکاټ کې راووېستل شي.

ټول ګوندیز کانفرنس په فاټا کې د امن راوستو په موخه د لویې جرګې هڅې د ستایلو وړ بولي.  او د فاټا استازیو او ولس ته دا ډاډګېرنه ورکوي چې په کانفرنس کې شریک ټول ګوندونه د امن لپاره د دوی د هڅو بشپړ ملاتړ کوي.

ټول ګوندیز کانفرنس په ترهګرۍ کې له وژل شویو کورنیو سره خبله خواخوږي ښيي او د سیاسي مشرتابه او د سیاسي کارکنانو سرشیندنو او قربانیانو ته په درنه سترګه ګوري، او پیرزوینې ورته وړاندې کوي.

کانفرنس له مرکزي او صوبايي حکومتونو څخه غوښتنه کوي چې د شهېدانو او ټپیانو له کورنیو سره دې د پیسو مرستې ورکړل شي. او د ټولو بې کوره شویو خلکو  ستونزو ته دې پام واړول شي. او د دوی په سیمو کې دې د امن راوستو لپاره باید کوټلي ګامونه واخیستل شي، چې دغه ډول بې کوره شوي خلک په عزت و وقار  سره خپلو سیمو ته ستانه شي.

دا هم ولولئ

ناصر شین په لرګو انځور ګري کوي

ناصر شین د پښتونخوا د سوات سیمې اوسیدونکی دی او د انځورونو سره یې دومره مینه ده چې په لرګو انځورونه جوړوي او لیکل پرې کوي. دی وايي داچې په سوات کې لرګي پریمانه دي تفصیل...

د کرن خان ((تصویر)) جوړېدو مرحلې او سندرې

د کرن خان نوی البم ((تصویر)) نومېږي چې په اړه یې نوموړي د سندرو امېل خپرونه کې غږېدلی (ږغېدلی) دی. دی وايي، دا یې ۱۳م البم دی چې په درو میاشتو کې یې جوړ کړ او د دې له کبله یې په نوي کال کې خپور نه کړ چې د تېر کال ډېسېمبر په میاشت تفصیل...

له ځوان سندرغاړي طارق حسین سره خبرې

په خپرونه کې مو دا ځل د پېښور له یوه ځوان سندرغاړي طارق حسین سره خبرې کړې دي. دی وايي، نیکه یې موسیقار وو، پلار یې هنرمند او دی ۱۰ کلن وو چې د موسیقۍ ډګر ته راغی. تفصیل...

راشد خان وايي هڅه کوي په سندرو کې نوي الات وکاروي

په دې خپرونه کې مو له دوو پېښور مېشتو هنرمندانو سره خبرې کړې دي چې وايي، هڅه کوي په خپلو سندرو کې د موسیقۍ عصري یا جدید الات وکاروي. تفصیل...