یک شنیه 2 اګست 2015 سیمه ییزوخت 17:19

افغانستان

افغان زندانو کې د ځورونو پلټنو هرکلی




په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت یوناما د هیواد د هغې قضاییه کمېټۍ غونډې نتیجې هر کلی کړی دی چې په زندانونو کې د ځورونې او له زندانیانو سره د بد برخورد پلټنو سپارښتنې شوې وې.

دا غونډه تېره ورځ د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ کې شوې وه. دا غونډه تر هغې وروسته وشوه چې تېره میاشت یوناما په زندانونو کې له جګړې سره د تړلو بندیانو ځورونې په اړه رپورټ خپور کړ.

یوناما دا رپورټ د خپلو پلټونکو یوه پلاوي د کار پر اساس جوړ کړی وو. په غونډه کې کمېټۍ د پلاوي رپورټ ومانه او اړونده چارواکو ته یې هدایت وکړ چې سپارښتنې دې عملي کړي.

یوناما غږ کړی دی چې په چټکې دې دا سپارښتنې عملي کړي. په دې سپارښتنو کې له افغان حکومته غوښتل شوي ول چې په زندانونو کې د بندیانو د ځورونې او شکنجې مخنیوی وکړي.

دا هم ولولئ

Audio پښتانه ځوانان په ټولنيزو رسنېو د سولې پر موضوع خبرې کوي؟

'پښتانه ځوانان پر خپله زمکه د سولې له خبرو ځکه ډډه کوي چې دوي سياسي پوهاوې نه لري او له خپله تاريخه بې خبره دي' تفصیل...

Audio د افغانستان امنیتي حالات ولې خراب شوي؟

په یادو ولایتونو کې د وسله والو ډلو پر ضد پوځي عملیات هم روان دي خو د وسله والو فعالیتونه هم زیات شوي دي. نو د مشال تر رڼا لاندې نننۍ بحث د افغانستان امنیت موضوع ته ځانګړی شوی دی. تفصیل...

Audio د شمالي وزيرستان تر یو لک زیات زده کونکو راتلونکې په تیاره کې دی

ښاغلي داوړ په وزیرستان کې پر تعليم تحقيق کړی وايي، له لسو کلونو راهيسې په شمالي وزيرستان کې د بدامنۍ او کرفيو له وجې تعليم ته ډېر زيان رسېدلی دی. تفصیل...

د “مردانوال خلق” نومي سازمان هلي ځلي

د مشال راډیو په اونیزه خپرونه – د ځوانانو ږغ کې مو دا اونۍ د خیبر پښتونخوا د مردان د سيمې له داسې ځوانانو سره خبرې کړي دي تفصیل...

مهم موضوعات