شنبه 25 مې 2013 سیمه ییزوخت 11:13

بلوچستان

په کوټه کې لویه چاودنه، ګڼ شمېر وژل شوي، ژوبل

په کوټه کې د هزاره کورنیو احتجاجي ناسته.
په کوټه کې د هزاره کورنیو احتجاجي ناسته.
د حرفواندازه - +


کوټه - د بلوچستان په مرکز کوټه کې زوروره چاودنه شوې ده.

د پولیسو له وینا سره سم، دا چاودنه د شنبې پر ماښام د کېریاني سړک د علي اباد د سبزۍ په یوه بازارګي کې شوې ده.

پولیس وايي، په دې چاودنه کې تر اوسه د لږ تر لږه ۲۵ کسانو وژنې پخلی کوي.

د کوټې ښار پولیسو یوه مشر زبیر محمود تر پېښې وروسته مشال راډیو ته وویل چې چوونکي مواد په یوه موټرسایکل کې ځای پر ځای شوي ول.

خو ازادې سرچینې وايي، په یوه رکشه کې شا و خوا ۱۰۰ کیلو ګرامه چوونکي توکي ایښودل شوي ول.

تر دې پېښې وروسته چې کله پولیس علي اباد ته ورغلل نو د سیمې قهرجنو خلکو ورباندې کاڼي ورول. پولیسو سیمه په ولکه کې اخیستې ده او خبریالان نېږدې نه ورپرېږدي.

پولیس وايي، په پېښه کې له ۱۰۰ زیات کسان ژوبل شوي هم دي چې د کوټې روغتونونو ته رسول شوي دي.

د دوی په خبره علي اباد پر کېریاني سړک هغه سیمه ده چې په کې شیعه مسلکه هزاره ګان اوسي او همدا لامل دی چې په وژل شويو او ژوبلو کې اکثریت د هزاره ګانو دی.

پولیس وېره څرګندوي چې د مړو شمېر ښايي زیات شي.

ازادو سرچینو او ځینو امنیتي او روغتیايي چارواکو د نوم نه ښودو په شرط د مشال راډیو خبریال ته ویلي چې په دې پېښه کې د وژل شویو شمېر له ۴۰ زیات دی.

د یادونې وړ ده چې د جنورۍ په میاشت کې هم پر علمدار سړک د چاودنو له کبله له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې شیعه مسلکه هزاره ګان ول.

تر دې وروسته هزاره ګانو احتجاجي ناسته کړې وه او له حکومته یې د ګورنر واکمنۍ غوښتنه کړې وه.

د پاکستان فېډرالي حکومت د جنورۍ په نیمايي کې د اعلا وزیر نواب اسلم رییساني حکومت ړنګ کړ او د ګورنر واکمني یې عملي کړه.

تر هغې وروسته په کوټه کې دا تر ټولو لویه پېښه ده.

دا هم ولولئ

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...

Audio استاد شاولي د پښتو موسیقۍ یو اتل

د مشال ريډيو نننۍ خپرونه کې د پښتو د مشهور سندرغاړي استاد شاه ولي په اړه د خپرونو دريمه او آخري برخه اورئ. تفصیل...