د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کویټې د چاودنې تازه حال ۸۵ مړه ۲۰۰ ژوبل


خدای نور ناصر / نیاز موسا خیل

د بلوچستان په کوټه ښار کې د تيري ورځې بمي چاودني د مړو شميره پنځه اتیا ته رسيدلي ده.

پوليس وايي په چاودنه کې له یو دوو سوو څخه زيات کسان ژوبل شوي هم دي چې زياتره قربانيان په کې شیعه مسلکه هزاره ګان دي. لشکر جنګوي ډلي د دي پيښي ذمه واري پر غاړه اخیستي ده.





د اتوار په ورځ د یادې پېښي پر ضد په ښار کې هړتال روان و. د هزاره ډیموکرېټک ګوند غړيو غرمه مهال په يوه خبري کنفرانس کې وویل؛ حکومت ته د اته څلوېښتو ساعتونو وخت ورکوي، چې په پېښه کې د ککړو کسانو پر ضد دي هدفي عملیات وشي. که نه وي، نو ددوی په وینا تر هغه وروسته به هزاره وګړي په ټوله نړۍ کې احتجاج پېل کړي.

هلته د بلوچستان ګورنر نواب ذوالفقارمګسي ويلي، د ترهګرۍ د پېښو د مخنيوي په لړ کې یا خو استخباراتي ادارې او چارواکي ناکامه شوي، او یا بیا له وېري ددوی پر ضد کار نشي کولای. د بلوچستان ګورنر له رسنیو سره په خبرو کې زیاته کړه.

(( دا د حکومت ذمه واري ده چې په پېښه کې ککړ کسان ونیسي او هغوی ته سزا ورکړي. او دا زموږ او زموږ د استخباراتي ادارو ناکامي ده، چې لا هم داسې پېښې کېږي. او په دې کې بیا دوه امکانات دي، اول دا چې زموږ ادارې ناکامه شوېدي. چې دا ترهګر نیولی نشي. او دوم بیا دا ده چې ددې ادارو چارواکي خپله وېرېږي، چې هسې نه بیا موږ هدف شو.))

له دې سره د هزاره سټوډنټس فيډریشن تر سیوري لاندې د کوټې د مطبوعاتي کلب مخې ته د همدې پېښي پر ضد لاریون وشو. لاریون کوونکو د کوټې ښار تر ځنګل هم بدتر یاد کړ،چې ددوی په وینا هره ورځ په کې ددوی په لسګونو انسانان وژل کېږي، لیکن مخنیوی يې هیڅ څوک کولای نشي. د هزاره سټوډنټس فیډریشن مشر نصرت الله لاریون کوونکو ته په خپلو خبرو کې وویل

((کوټه هیڅ ښار مار نه دی. او نه هم زه په کوم ښار کې اوسم. هزاره قام په يوه ځنګل کې اوسي. او هغه هم د کوټې په ځنګل کې... چېرې چې کوم څوک څومره زورور وي، د هغه واک چلېږي. د کوټې هزاره قام د ځينو ترهګرو په نخښه باندې دی. له دې باوجود چې زموږ په ټیکسونو باندې زموږ استخباراتي ادارې او حکومت عیاشانې کوي.))

د شعيه کانفرس مشر داود اغا پرون له مشال راډيو سره په خبرو کې وويل، د بمي چاودنې پرضد یې د دريو ورځو د وير اعلان کړی دی.

د دې ترڅنګ د پښتنونخوا ملی عوامی ګوند صوبایي مشر عثمان کاکړ وايي چې د بمي چاودنې او د ګورنر دواکمنۍ پرضد یې د اتوار د ورځې د کاربندۍ اعلان کړی دی.

د یادونې وړ ده چې په جنورۍ میاشت کې هم پر علمدار سړک د چاودنو له کبله له سلو زیات کسان وژل شوي ول چې زیاتره یې شیعه مسلکه هزاره ګان ول. په بلوچستان ایالت کې د بد امنیو او دهزاره ډلې د احتجاج نه پس د پاکستان فېډرالي حکومت د جنورۍ په نیمايي کې د اعلا وزیر نواب اسلم رییساني حکومت ړنګ کړ او د ګورنر واکمني یې عملي کړه.

تر هغې وروسته په کوټه کې دا تر ټولو لویه پېښه ده.

XS
SM
MD
LG