یک شنیه 26 مې 2013 سیمه ییزوخت 09:19

پاکستان

کارپوهان وايي پاکستان کې شیعه ګان ډیر وژل کیږي

د حرفواندازه - +

انیسه اجمل

په بلوچستان کې د شیعه کانفرانس مشر اشرف زیدي د اتوار په ورځ مشال راډیو ته ویلي چې دوی به د احتجاج په ډول د تیرې ورځې په چاودنه کې له منځه تللي پنځه اتیا کسان خاورو ته نه سپاري.
 

بل پلو، د بلوچستان ګورنر نواب ذوالفقار علي مګسي هم ویلي چې د کویټې په هزارګانو ترهګر برید د پاکستان د امنیتې ادارو ناکامي ده.نوموړي دا خبري د اتوار په ورځ  د کویټې د هزاره ټاون د چاودنې متاثره شوې هزاره ګانو سره د لیدو روستو کړې دي.

دسیاسي چارو کارپوهان هم وايي چې بلوچستان کې امنیتي وضع د ورځ په تیریدو سره مخ په خرابیدو ده، کارپوه اسد منیر وایي ، د پاکستان اولس په دوو برخو کې تقسیم شوی ، او زیاتره ډلې د مذهب په نوم خپلې ګټې ترسره کوي او د مذهب څخه په غلطه توګه استعمال کوي.

(( په پاکستان کې خلک په دوو حصو کې تقسیم شوي ، مذهبي ډلې چې څه هم کوي څوک ورته هیڅ نه وایي او نه یې څوک پر ضد خبره کولی شي ، پاکستان کې چې کله چاودنه یا څه بله پیښه وشي نو موږ یې تور د نورو هیوادونو په استخباراتې ادارو لګوو ، خو اصل کې دا هر څه زموږ خلک پخپله کوي او تر څو چې زموږ خلک په دې نه وي پوه شوي چې دا ترهګر فعالیتونه نور موږ لپاره خطر دي نو بیا به هله پوځ او نورې امنیتي ادارې د ترهګرۍ پر ضد څه کولی شي. ))

بلخوا د پاکستان  د بشري حقونو د کمیشن یو مشر غړی شیر محمد خان وایي ، په ټولنه کې له اقلیتونو سره ښه سلوک نه کیږي او حکومت هم ورته پوره حقونه نه دي ورکړي.

((شیعه ګان او سنیان دواړه مسلمانان دي خو موږ ته داسې تاثر راکړل شوی چې د بلې فرقي خلک مسلمانان نه دي ، په نورو هیوادونو کې د ګڼو مدهبونو خلک دي خو هلته خلکو کې برداشت هم وي . بل که ځه سني یم نو دا خو زما د مور پلار د وجې ځه یم ، دغسي شیعه ګانو ته د هغوی مذهب په وراثت کې ملاو شوی ،نو د فرقه واریت په بنیاد د چا وژنه ډیر بد کار دی.))

په پاکستان کې د شیعه لږکیو خلاف په دې وروستیو کې بریدونه زیات شوي دي.
 

دا هم ولولئ

Audio د سندرو امېل (د ډاکتر صاحب شاه صابر یاد غونډه)

د پېښور او جلال اباد فرهنګیانو په دې وروستیو کې ګډې غونډې پیل کړې دي چې په کې د پښتنو نومیالي شخصیتونو ته درناوی ښودل کېږي او د هغوی په اړه ولس ت تفصیل...

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...