شنبه 25 مې 2013 سیمه ییزوخت 21:16

بلوچستان

کوټه: “مړي نه ښخوو”

د حرفواندازه - +



خدای نور ناصر مشال راډيو

په کوټه کې د اهل تشیع مشران وايي؛ د علمدار سړک د غبرګوچاودنو د قربانیانو په څېر به د علي اباد سیمې د چاودنې قربانیان هم تر هغو خاورو ته ونه سپاري، چې تر څو يې غوښتنې نه وی منل شوې.

که څه هم د علمدار سړک تر چاودنو وروسته په هم یاد سړک باندې له مړيو سره احتجاج وشو، دا ځل مړي په هزاره ټاون کې پراته دي. خو په علمدار سړک هم په سلګونو نارینه او ښځينه هم هغسې ناست دي، لکه چې شاوخوا يوه میاشت وړاندې يې مړي څنګ ته پراته وو. په هزاره ټاون او عملدار سړک دواړو کې احتجاج کوونکي غوښتنه کوي، د علي اباد سیمې په پېښه کې ککړ کسان دي ونیول شي، او د پلویانو پر ضد دي يې چڼنیز عملیات وشي. د اتوار د ورځې له پنځو بجو پېل شوی دا احتجاج لا هم همغسې روان دی. ټوله شپه په ډې احتجاج کې له نارینه و سره سره د اهل تشیع میرمني او ماشومان هم لیدل کېده. او د مظلومانو په حق کې يې شعارونه ورکول.

له مړيو سره دې احتجاج کوونکو وویل؛ تر هغه به کورونه ته لاړ نشي، تر کومه چې يې غوښتنې منل شوې نه وي. د غضنفرعلي په نامه يوه تن له مشال سره په خبرو کې وویل

؛ دا ناسته او احتجاج به تر هغه وخته جاري وي، تر کومه چې زموږ مشرانو یا د هغو کورنیو کسانو چې خپلوان يې وژل شوي دي، هغوي راته ویلي نه وي. تر هغه پورې موږ دا احتجاج ختمولای نه شو؛.

د علي اباد سیمې په چاودنه کې د وژل شويو له مړيو سره په دې احتجاج کې ماشومان او میرمنې هم شامله دي. د نرګس په نامه يوې ماشومي هم له مشال سره ورته خبري وکړې.
؛ موږ به په دې احتجاج کې تر هغه ناستې يو، تر کومه پورې چې مو غوښتنې منل شوې نه وي، او د وژل شويو کسانو کورنۍ راضي  شوې نه وي؛.

بلخوا د هزاره ډيموکرېټک ګوند مشرانو بیا د اتوار په ورځ حکومت ته د اته څلوېښت ګنټو وخت ورکړ، چې که يې په دې موده کې په پېښه کې ککړ کسان ونه نیول، او سزا ورنه کړل شوه، د پاکستان په شمول په ټوله نړۍ کې به د دوی وګړي احتجاج او لاریونونه پېل کړي.

له دې سره د حکومت له لوري د علي اباد سیمې د چاودنې د پلټنو لپاره دوه ډلي د پولیسو د ډي ايي جي اپرېشن وزیر خان ناصر په مشری کې جوړه شوې، چې په لس ورځې کې به د بلوچستان چیف سیکریټري ته رپوټ وړاندي کوي.

د ویلو وړ ده چې د جنورۍ په لسمه نېټه هم په ورته دوو چاودنو کې د اهل تشیع تر سل زیات کسان وژل شوي، او د دوه سوه په شاوخوا کې ژوبل شوي وو، چې تر هغه وروسته د اهل تشیع له لوري د بلوچستان د هغه وخت د صوبايي حکومت پر ضد له مړيو سره  څلور شپې او ورځې مسلسل احتجاج وشو. او د پاکستان فیډرالي حکومت يې په دې مجبوره کړ، چې د نواب اسلم ريساني حکومت يې معطله او په دې صوبه کې يې ګورنر راج ولګاوه. خو دا ځل له مړيو سره د احتجاج کوونکو غوښتنه ده، هغه کسان چې په دې پېښو کې  لاس لري، د قانون منګولو ته دي وسپارل شي.

دا هم ولولئ

Audio د سندرو امېل (د ډاکتر صاحب شاه صابر یاد غونډه)

د پېښور او جلال اباد فرهنګیانو په دې وروستیو کې ګډې غونډې پیل کړې دي چې په کې د پښتنو نومیالي شخصیتونو ته درناوی ښودل کېږي او د هغوی په اړه ولس ت تفصیل...

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...