پنجشنبه 23 مې 2013 سیمه ییزوخت 16:49

بلوچستان

د هزاره ګانو پر وژنه عدالتي ګروېږنه

Loading
۱۲:۰۰:۰۰ / -:--:--

کوټه: هزاره ګان خپل مړي احتجاجا نه ښخوي

د حرفواندازه - +



د پاکستان چیف جسټس افتخار محمد چوهدري په کوټه کې د هزاره توکمو په وژنه پخپله نوټس اخیستی  او په دې لړ کې یې نن د نهې پر ورځ یې لوی څارنوال( اټارني جنرل) او د بلوچستان ایډوکېټ جنرل عدالت ته غوښتي دي. 

د بخښنې نړیوالې اداره (ایمنسټي انټرنېشنل) وايي پاکستاني چارواکو ته په کار دي چې د هزاره ټولنې د حفاظت لپاره لا نور ګامونه پورته کړي.

په داسې حال کې چې د علي اباد سیمې د چاودنې قربانیان خاورو ته احتجاجاً نه سپارل کېږي، د بلوچستان حکومت له خوا په خپره شوې يوه خبرپاڼه کې ویل شوي چې  بېګا د  شپې ناوخته د پاکستان صدر اصف علي زرداري او وزیراعظم راجا پرویز اشرف د بلوچستان ګورنر ته ټيلي فون کړی، چې که په ښار کې د پوځ ضرورت وي، نو ور دې بولي. هلته بیا د وزیراعظم راجا پرویز اشرف په هدایت د پاکستان د اطلاعاتو د وزیر قمرزمان کایره په مشرۍ کې شپږ کسیزه پلاوی هم نن کوټې ته ځي، چې له احتجاج کوونکو سره خبري وکړي، او هغوی په دې قانع کړي، چې خپل مړي خاورو ته وسپاري. اهل تشیع له تیرو شاوخوا ۶۶ ساعتونو څخه له مړیو سره احتجاجاً ناست دي. او وايي؛ یخ وي، که باران، تر کومه چې يې غوښتنې منل شوې نه وي، نه به مړي خاورو ته وسپاري، او نه به هم احتجاج ختم کړي.


د بخښنې نړیوالې اداره (ایمنسټي انټرنېشنل) وايي پاکستاني چارواکو ته په کار دي چې د هزاره ټولنې د حفاظت لپاره لا نور ګامونه پورته کړي.

د علي اباد په چاودنه کې په لسګونو انسانان ووژل شوو، او هم په لسګونو کورنۍ خرابې شوې، خو د بلوچستان د کورنیو چارو سیکريټري اکبر حسین درانی وايي؛ استخباراتي ادارې يې ناکامه نه، بلکې کامیابه دي.

؛ که چېري يو کس د ترهګرۍ لس چاودنې کوي، په نهه کې ناکامه شي، او لسمه وکړي، نو دا يوه د هغه کامیابي نه ده. او نه هم حکومت ناکامي ده، چې په لس کې يوه وشوه. بلکې دا هغو ترهګرو ناکامي ده، چې په نهه و کې ناکامي شوو؛.

د اکبر حسین دراني په خبره هرکله چې پېښه وشي، نو وګړي همدا پوښتنه کوي، چې ولې وشوه. خو دده په وینا ددوي ادارو ډېری داسې پېښې ناکامه کړې دي. اکبر حسین دراني له خبریانو سره په خبرو کې وویل؛ ډېری رسنوال په خپلو رسنیو کې دا لیکي، چې دا اته سوه یا زر کیلوګرامه چاودېدونکې له کومه راغلل. د نوموړي په خبره دا چاودېدونکي توکي له يوې خوا هم راغلي نه دي، بلکې په همدې ښار کې جوړ شوي دي.

؛ دا چاودېدونکي توکي چې په ايي اي ډي کې کارول کېږي. په دې کې امونیم نايټرېټ، پوټاشیم پر میګنېټ، پوټاشیم سلفيټ او دغسې ډيری نور شیان استعمالېږي، چې هغه ټول زموږ په بازارونو کې په اساني سره ملاوېدای شي. اوس که ته دا شیان ته له مخالفو شیانو لکه بال بیرنګ، پيټرول يا ډيزلو سره ګډ کړې، نو ورڅخه چاودېدونکي توکي جوړولای شې؛.

د ویلو وړ ده چې د اهل تشیع په کوټه کې له مړيو سره د احتجاج دا دوم ځل دی، چې تردې وړاندې يې په جنورۍ میاشت کې ورته احتجاج کړی وو، چې په ترڅ کې يې د هغه وخت صوبايي حکومت ختم او په صوبه کې ګورنر راج ولګول شو. دا ځل بیا ددې احتجاج کوونکو غوښتنه ده، د علي اباد سیمې د چاودنې مسوولین دي ونیول شي، او په کوټه کې دي پوځ راوبلل شي.

بلخوا   د ملېشه ځواکونو چارواکو په کوټه کې رسنیو ته  ویلي پر قمبراني سړک  یې د عملیاتو نتیجه کې څلور مشکوک تره ګر وژلي دي.

د یادونې وړ ده چې د تیر خالي پر ورځ له شییعه مسلک سره تعلق لرونکو هزاره ګانو باندې بمي برید وشو چې په کې لږ تر لږه ۸۹ کسان وژل شوي دي اوخوا شا ۱۶۹ تنه ژوبل شوي دي.  د دې برید پړه لشکر جهنګوي وسله والې ډلې پر غاړه اخیستې ده.


د ویلو وړ ده چې د اهل تشیع په کوټه کې له مړيو سره د احتجاج دا دوم ځل دی، چې تردې وړاندې يې په جنورۍ میاشت کې ورته احتجاج کړی وو، چې په ترڅ کې يې د هغه وخت صوبايي حکومت ختم او په صوبه کې ګورنر راج ولګول شو. دا ځل بیا ددې احتجاج کوونکو غوښتنه ده، د علي اباد سیمې د چاودنې مسوولین دي ونیول شي، او په کوټه کې دي پوځ راوبلل شي.

دا هم ولولئ

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...

Audio استاد شاولي د پښتو موسیقۍ یو اتل

د مشال ريډيو نننۍ خپرونه کې د پښتو د مشهور سندرغاړي استاد شاه ولي په اړه د خپرونو دريمه او آخري برخه اورئ. تفصیل...