جمعه 19 سپ 2014 سیمه ییزوخت 10:46

خیبر پښتونخوا / قبایلي سیمې

فاټا: په امریکايي مرسته پرمختیایي پروژې پېل شوې

x
غلام غوث مشال ريډيو

پيښور:په باجوړ، مومند او جنوبي وزيرستان کې د کليوال ژوند د پرمختګ لپاره د نړيوالو مرستندويه ادارو په ملاتړ د يو کروړ او شل لکه امريکایي ډالرو يوه پروژه په باقایيده توګه پيل کړل شوه- د ګورنر هاوس نه د خپور شوي يو بيان له مخې تيره ورځ په دې لړ کې په ګورنر هاوس کې يوه دستوره تر سره شوه چې په کې  ګورنر انجينيئر شوکت الله د نړيوال بينک اپريشن منيجر رينالډ ډنکن او د فاټا سيکرټريټ لوړپوړو چارواکو ګډون وکړو-

په باجوړ مومند او جنوبي وزيرستان کې د کليوال ژوندون د ټولنیزې اډانې  د پر مختګ  پروژې په باب  د فاټا سيکرېټرېټ وياند فضل الله مشال ريډيو ته وويل چې دا د يو کروړ او شل لکه امريکايي ډالرو پروژه به فاټا سيکرېټريټ او نړيوال بينک په شريکه همکارۍ  په پنځه څلويښت مياشتو کې سر ته ورسوي((يو کروړ او شل لکه امريکایي ډالر به په دي خرچه راځي او د نړيوال بينک او زموږ د ګڼو بسپنه ورکونکو مرستندویه ادارو نه به دا پيسي راځي، او دا پيسه به د قبایيلي سيمې او  د قبایيلي روڼو د خېر ښېګړي لپاره لګېږي، او پنځه څلويښت مياشتو موده کې به دا سر ته رسي  او لومړنۍ دستورې ته د نړيوال بينک يو چارواکی راغلی وو او ګورنر انجينيئر شوکت الله هم په کې وينا وکړه.))

د قبایيلي سيمو لپاره له دې  وړاندي يو شمير د پر مختګ پروژې سر ته رسول شوې دي خو پوښتنه دا ده چې ځایي ولس ته دغه مرستې رسول شوې دي او کنه، د دې پوښتنې په ځواب کې د قبایيلي سيمو د مدني ټولنو د يوې شبکې (ټرایبل ډيويلېپمنټ نيټ ورک) مشر نظام داوړ مشال ريډيو ته وويل چې حکومت ته پکار ده، داسې يوه تګ لاره جوړه کړي چې په قبایيلي سيمو کې د پرمختيايي کارونو ګتې عام او حقداره ولس ته ورسي(( وړاندې هم داسې سکیمونه تقسيم شوي دي خو خلکو ته خپل حق نه دی ميلاو شوی، يا خو هغو خلکو ته ميلاو شوې دي چې پوليټيکل انتظامییې ته روزانه ورځي،يا  هغه خلک دي چې موږ ورته تنظيمونه او ګروپونه وايو يا خلک چې ددغه تنظيمونو سره منسلک دي هغوی ته ميلاو شوې دي، هغلته کې عام يا غريب ولس ته څه په لاس نه دي ورغلي ، دا دوه قسمه خلک چې ما وښودل نو زيات فنډونه ددوی لاس ته ورځي.))

د ګورنر هاوس د خبر پاڼې تر مخه د باجوړ مومند او جنوبي وزيرستان لپاره د کليوال ژوند د پرمختګ د دې پروژې په باب  د پيل په دستوره کې  د فاټا سيکرټريټ د پرمختګ اومنصوبه بندۍ سيکرېټري شهزاد خان بنګش وويل چې له  دې منصوبې سره به بېکوره شوي خلک د دې جوګه شي چې په خپلو سيمو کې خپل ژوند بيرته پيل کړي او په دې مهال ګورنر انجينئير شوکت الله  لمریز  چارجېدونکې لېمپونه هم په قبایيلي مشرانو وويشل او ګورنر هاوس ته راغلیو پر  دغه مشرانو يې ټينګار وکړو چې د سيمې ولس دې د دې پروژې له ګټو  خبر کړي-