شنبه 25 مې 2013 سیمه ییزوخت 13:32

بلوچستان

کوټه: ۱۱۳ مړي خاور ته وسپارل شول

د حرفواندازه - +

 
په کوټه کې د اهل تشع احتجاجیانو نن د شورو پر ورځ  د علي اباد سیمې په چاودنه کې وژل شوي ۱۱۳ مړي خاورو ته سپارلي دي.
 
تردې وړاندي د هزاره ټاون په هيديرې کې د پولیسو له خوا په احتجاج کوونکو ډزي هم شوې، خو بیا وروسته د مړيو خاورو ته سپارل يو ځل بیا پيل شو. او تر اویا زیات مړي خاورو ته سپارل شوي دي.
 
تیره ورځ د پاکستان د وزیراعظم راجا پرویز اشرف په هدایت کوټې ته ورغلي شپږ کسیزه پلاوي د اهل تشیع مشرانو سره ملاقات وکړه . د پاکستان د اطلاعاتو وزیر قمر زمان کایره پرون د نهې پر ورځ  له رسنیو سره په خبرو کې وویل ، دوی شیعه مسلک سره تعلق لرونکو مشرانو سره د غوښتنو په اړه تفصیلې خبري کړي . خو له خبري کانفرنسه وروسته  د وژل شویو کسانو کورنیو له پرلت یا دهرنې او د مړیو له ښخولو انکار کړی وو. دوی غوښتنه کوله چې د کوټې ښار دې پاکستاني پوځ ته وسپارل شي او د ترهګرو خلاف دې کوټلی ګام پورته کړل شي.

تر دې وړاندې


په کوټه کې اهل تشیع له څلور ورځو راهیسي له مړيو سره احتجاج ختم کړ. د کوټي د یکجهتي کونسل مشر علامه امین شهیدي د احتجاج د ختمېدو د اعلان په وخت وویل؛ تر ډېره ځايه ددوي غوښتنې منل شوې، په ښار کې له شپې راهیسي هدفي  اپریشن پيل شوی دی. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر قمر زمان کایره، د بلوچستان ګورنر ذوالفقار مګسي او ځينې نور چارواکيو د اهل تشیع له مشرانو سره په هزاره ټاون کې په يوه ګډ خبری کنفرانس کې نه يواځې په کوټه کې بلکې په ټول پاکستان کې د احتجاج د ختمېدو اعلان وشو.

 قمر زمان کایره  د وحدت المسلمین له مشر امین شهیدي او د هزاره ټولنې مشر سردار سعادت هزاره سره یوځای خبري کانفرنس ته وويل چې له هزاره ټولنې سره یې خبرې اترې کامیابه شولې او د هغوی غوښتنې ومنل شوې.

د ده په خبره چې د هغوی له غوښتنو سره سم یې د مطلوبه کسانو پر ضد لا د وړاندې عملیات پیل کړي  دي او د ده په خبره چې نن د نهې پر ورځ د امنیتي ځواکونو له خوا څلور مطلوبه ترهګر ووژل شول او خوا و شا ۱۷۰ مشکوک کسان یې نیولي دي.

کایره زیاته کړه چې د هزاره ګانو په سیمو کې به د ټولنیز پولیس نظام متعارفوي او د وژل شویو خلکو د کورنیو کسانو ته به نوکریانې ورکوي چې د دوی د نه ازاله کېدونکي زیان یو څه جبران یا تلافي وشي. 

د وحدت المسلیمن مشر امین شهیدي  هم په کانفرنس کې وویل چې د دوی اکثره مطالبې ومنل شوې او د پاکستان په لروبر کې د هزاره وګړو د وژنو پر ضد د روان پرلت یا  دهرنو ختمولو اعلان وکړ. او زیاته یې کړه چې د خپلمنځي مشورو وروسته به د وژل شویو ۱۱۳ کسانو مړي نن شپه یا سبا ګهیځ  خاور ته وسپارل شي.

دا هم ولولئ

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...

Audio استاد شاولي د پښتو موسیقۍ یو اتل

د مشال ريډيو نننۍ خپرونه کې د پښتو د مشهور سندرغاړي استاد شاه ولي په اړه د خپرونو دريمه او آخري برخه اورئ. تفصیل...