چار شنبه 1 اپر 2015 سیمه ییزوخت 04:51

افغانستان

"د فساد ضد امریکايي همکاري غواړو"



د افغانستان ولسمشر حامدکرزي د امریکا د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمېټې له رئیس سناتور رابرت باب منندیز سره وکتل.

په دغه کتنه کې چې نن د نهې پر ورځ  له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیکو همکاریو، د سولې د بهیر، د فساد پرخلاف د مبارزې او د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په باب خبرې اترې وکړې.

ولسمشر کرزي  وویل چې افغانستان له اداري فساد سره د مبارزې په لاره کې د نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د امریکا د متحده ایالاتو جدي او صادقانه همکارۍ ته اړتیا لري.

حامدکرزي د دولتي چارواکو خپلوانو او پر هغوی پورې تړلو کسانو ته د قراردادونو ورکول د فساد ستره سرچینه وبلله، ټینګار یې وکړ چې د امریکا متحده ایالات دې هغوی ته د قراردادونو له ورکولو څخه ډډه وکړي.

ده، زیاته کړه چې د دولتي چارواکو خپلوانو او په هغوی پورې تړلو کسانو ته د قراردادونو ورکول، د نظام دکمزورتیا سبب کیږي او له فساد سره د مبارزې په لاره کې زموږ هڅې، له ستونزو سره مخامخوي.

ولسمشر حامدکرزي ، د افغانستان لپاره د سولې بهیر مهم وباله او د دغه بهیر د بریالیتوب په خاطر د پاکستان، امریکا او د نورو ښکیلو هېوادونو د مخلصانه همکارۍ  غوښتونکی شو.
حامدکرزي د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو د ترسره کېدو په اړه وویل د افغانستان حکومت مصمم دی چې آزاد، راڼه او عادلانه انتخابات ترسره کړي.

ولسمشر  یو ځل بیا د افغانستان د جمهوري ریاست په انتخاباتوکې د بهرنیو هېوادونو پر نه لاس وهنې باندې د ټینګار په ترڅ کې، په دې اړه د امریکا د متحده ایالاتو د همکارۍ غوښتونکی شو.
په مقابل کې سناتور رابرت باب منندیز چې نوی د امریکا د متحده ایالاتو د سنا مجلس د بهرنیو اړیکو د کمیټې د رئیس په توګه ټاکل شوی دی، وویل د افغانستان د اهمیت له مخې، ده، خپل لومړنی بهرنی سفر له دغه هېواد څخه پیل کړ.

هغه، په واشنګټن کې د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو بریالیو مذاکرو ته د اشارې په ترڅ کې وویل: د امریکا متحده ایالات افغانستان یوازې نه پریږدي. سناتور رابرت باب منندیز د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي همکاریو موافقه لیک د دواړو هېوادونو په ګټه وباله.

دا هم ولولئ

د کلتور او هنر وده: د پښتونخوا حکومت کارونه او د پوهانو انتقادونه

البته د پښتو نومیالی سندرغاړی ګلزار عالم وايي، حکومت ژمنې کوي خو پوره کوي یې نه. دی وايي، د کلتور له وزیر سره یې خبرې وکړې او وزیر ورته ویلي چې د هنري او ادبي هلو ځلو لپاره په میلیونونه روپۍ لري، خو په عملي توګه د حکومت کار نه ښکاري. تفصیل...

له فضل وهاب درد سره خبرې او د هغه سندرې

په دې خپرونه کې مو د خیبر پښتونخوا چارسدې له یوه مشر سندرغاړي فضل وهاب (درد) سره خبرې کړې دي. دی وايي، له وړوکتوبه یې موسیقي خوښېده او وروسته یې د کورنۍ په هڅونې د موسیقۍ زده کړې پیل کړې. تفصیل...

اروپا ته د ځوانانو کډوالي: ستونزې او د حل لارې

د ځوانانو غږ نننۍ خپرونه کې دا ځل اروپا ته د ځوانانو پر قانوني او غېر قانوني تګ بحث شوی دی. تفصیل...

Audio په پېښور کې د هنرمندانو ستونزو او پښتو ژبې ودې په اړه غونډه

د هنرمندانو حقونو لپاره کار کوونکی خالد خټک وايي، هڅه یې وکړه چې له کراچۍ د پاکستان یوه نومیالۍ هنرمنده عتیقه اوډو پېښور ته وروغواړي او په دې کې بریالی شو. خټک وايي، فرهنګ ته او کلتوري هلو ځلو ته زیات پام نه ورکول کېږي که نه ریښتیا دا دي چې د ناامنۍ په دې وخت کې د فرهنګي هلو ځلو ډېره اړتیا ده. تفصیل...

ټولنيزو رسنيو کې د پښتنو ځوانانو فعاليتونه او نوې تګلارې

د ځوانانو غږ خپرونه کې دا ځل په ټولنيزو رسنيو په ځانګړې توګه په فېس بُک کې د پښتنو ځوانانو پر فعاليت بحث شوی دی. په دې لړ کې د ټولنې په پرمختګ او تعميري هلو ځلو کې د فېس بُک د فعالينو رول او اغېز ته کتنه شوې ده. تفصیل...

مهم موضوعات