د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ کې هره ورځ ۱۰تنه په ډزو وژل کېږي



ظفرکریمي مشال ریډیو

د کراچۍ پولیس چارواکي وایي ددغه ښار په فرقه ایز تاو تریخوالي او هدفي وژنو کې د قرباني شویو کسانو د وژنې د کیسونو تر پلټنو روستو دې نتیجې ته رسیدلي، چې په دغو ټولو وژنو کې یو شان وسله وسله کارول کیږي او د خلکو د هدف ګرځولو انداز تر ډېره حده له یو بل سره یوشانوالی لري ـ

یوازې په درو تمانچو ۸۰ کسان وژل شوي چې د شیعه او سني مسلکونو ،د ایم کیو ایم او اې این پي له ګوندونو سره تړاو لري.


پولیس چارواکي زیاتوي دوی په د پلټنو په دې برخه کې د نوې ټیکنالوژۍ څخه کار اخیستې او په دغو پېښو کې د ۱۰۰۰ څخه د زیاتو مړو تفصیلي معاینه یې کړې ده ـ د سي ایي ډي پولیسو ایس پي مظهر مشواڼي مشال ریډیو ته ویلي په دې ورستیو کې داسې شواهد په لاس ورغلي چې ترې څرګندیږي چې د بیلا بیلو فرقو او ډلو د خلکو په وژنه کې یو شان وسله کارول شوې ده.

((مخکې به سپاه محمد دیوبندي عالمان وژل او سپاه صحابه شیعه عالمان ـ یوې غاړې ته د مفتي نظام الدین شامزۍ او بلې غاړې ته د علامه حسن ترابي د وژنې مثالونه زموږ مخې ته دي ـ خو اوس چې کوم کار شورو شوی دی ، په دې ځینې خولونه[د ډزو د لګیدو سوري او قولې] د یو بل سره مېچ [یوشان] شوي دي او دا ترې څرګندیږي چې هغه ګولۍ چې شیعه ګان پرې وژل شوي دي ،هم په هغو ګولو سني مسلکه خلک هم وژل شوي او په هم دغو ګولو د ایم کیو ایم او ای این پي کسان هم ویشتل شوي دي ))

پولیس چارواکي زیاتوي د وژل شویو یو زر کسانو له معاینې روسته ورته مالومه شوې چې د۸۰ کسانو په وژنه کې یوازې له دریو تمانچو څخه کار اخیستل شوی دی ـ او په دغو ۸۰ کسانو کې د شیعه او سني مسلکونو ،د ایم کیو ایم او اې این پي کسان هم شامل دي ـ

یاده دې وي په کراچۍ کې د سیاسي ګوندونو اې این پي او ایم کیو ایم ګڼشمیر پلویان وژل شوي چې تورونه یې دواړو ګوندونو پریو بل لګول، خو په دې ورستیو کې د یادو دواړو ګوندونو د صوبایي مشرانو منظر امام او د عوامي نیشنل ګوند د چارواکي امیر سردار او نورو د وژولو پړې ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په خپله غاړه اخیستې دي ـ

د دې ترڅنګ په کراچۍ ښار کې د شیعه او سني مسلکه ګوندنو ترمنځ هم په دې ورستیو کې فرقه ایز تاوتریخوالي په نتیجه کې د دواړو مسلکونو ګڼ شمیر پلویان او مشران وژل شوي چې تورونه یې شیعه او سني ډلې پر یو بل لګوي ـ

د سند صوبې د داخله محکمې مشیر شرف الدین میمن وایي دکراچۍ د پولیسو د پلټنو او څیړنې برخه په نوې تیکنالوژۍ سمبال شوې ،چې له امله یې ددې مالومول ممکن شوي چې په ډیرو وژنو کې یوه یا ډېرې تمانچې یا نوره وسله کارول شوې ده.

((کله چې موږ پلټنې کوو نو په دې برخه کې تربیه شوي افسران هر لور ته ځانګړې توجه ورکوي ـ د یو شمیر کیسونو د پلټنې روسته مالومه شوې چې نه یوازې د وژنې طریقه او انداز یو شان دی،بلکې د یوشان وسلې استعمال هم پکې څرګند دی))

یاده دې وي د ژغورنې د ادارو د شمیرې ترمخه په کراچۍ ښار کې هره ورځ اوسطا لس کسان په ګولو وژل کیږي چې له امله یې تېر کال د ښار په بیلا بیلو برخو کې تر دوو زرو کسان د نامالومه وسله والو د ګولو ښکار شوي دي.

XS
SM
MD
LG