جمعه 24 مې 2013 سیمه ییزوخت 14:18

افغانستان

د غزني اجرستان لاره لا هم بنده ده

د حرفواندازه - +

سید شاه سقیم مشال راډيو

د غزني د اجرستان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې په دغه ولايت کې د واورو له اورېدو سره سم يې تر ښار پورې تللې لاره بنده شوې او تر اوسه لا هم بنده ده.

دوی وايي، دا څو اوونۍ کېږي چې نه يې له ولسوالۍ څخه ښار موټر تلای شي او نه هم له ښار کوم موټر تر ولسوالۍ ورغلی دی.

د دوی په خبره، خلک ناروغان پراته دي، او تر روغتونه نه شي تلای.

د عارف په نامه د اجرستان يو تن اوسېدونکی وايي، پرون يوه مېرمن د ماشومان د زېږېدو په خاطر د کلي خلکو د ښار روغتون ته په شا وړه، چې په واورو کې تر څلور ساعته بندېدو وروسته يې ماشوم مړ شوی او مور لا هم مرګي حاله پرته ده.

دی وايي، په ولسواليو کې يا روغتونونه شته نه، او شته نو د دې جوګه نه دي چې د چا دې ښه ورباندې وشي.

((يوه زنانه مريضه وه، په دې خاطر چې لارې بندې وې، دوی په کوتل اړوله، هغه په واورو کې ايسار شوي ول، ماشوم يې په واورو کې مړ شوی او ښځه اوس هم مريضه پرته ده. د ولسوالۍ کلينک هم داسې فعال نه دی چې مريضان دي پکې جوړ شي))

د غزني اوسېدونکي وايي، هر کال د لارو بندېدو له امله مرو، او هر کال له دولت څخه د لارو د خلاصولو غوښتنه کوو.

د غلام محمد په نامه د همدې ولسوالۍ يو بل اوسېدونکی وايي، په وار وار يې د ولايت مرکز ته حال ور لېږلی چې د دوی غم دي وخوروي، خو وايي، د دولت له لپاره زموږ غم پر لارو تر پرتو واورو هم سوړ دی.

دی وايي، که لارې همداسې بندې پاتې شي. ډېر ناروغان به د کليوالو پر شا روغتون پر لاره ساه ورکړي.

((ډېر ټليفونونه مو وکړل خو هيچا مو غږ نه دی اورېدلی، دا يوه مياشت کېږي، چې لارې بندې دي. د موټرو رفت امد بند دی، پرون سهار دغه يوه پېښه وشوه يو ماشوم مړ شو او مور يې د ولسوالۍ په روغتون کې پرته ده))

د غزني د فوايد عامې رييس اينجنېر قربان وايي، د اجرستان تر مرکزه لاره خلاصه ده، خو که د کليو لارې بندې وي، په هغو دوی کار نه لري.

((دلته خو څوک نه دي راغلي چې راته ووايي چې لاره بنده ده، د اجرستان تر مرکزه لاره خلاصه ده، هغه چې د کليو تر منځ بندې په هغو نه يو خبر))

تېر کال هم د غزني د ګيرو ولسوالۍ څو تنې مېرمنې د لارو د بندېدو له امله روغتون پر لاره مړې شوې.

د غزني اوسېدونکي وايي، هر کال د لارو بندېدو له امله مرو، او هر کال له دولت څخه د لارو د خلاصولو غوښتنه کوو.

چارواکيو څو ورځې وړاندې د غزني په ښار کې د دننه ځينې سړکونه له واورو پاک کړي وو.

دا هم ولولئ

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...

Audio استاد شاولي د پښتو موسیقۍ یو اتل

د مشال ريډيو نننۍ خپرونه کې د پښتو د مشهور سندرغاړي استاد شاه ولي په اړه د خپرونو دريمه او آخري برخه اورئ. تفصیل...

مهم موضوعات