د لاسرسي ځای

تازه خبر

ناټو د منځنۍ اسیا لاره کاروي. د پاکستان تاوان





د ټایمز مجلې په دې مقاله کې ویل شوي په داسې حال کې چې غربي ځواکونه له افغانستانه د وتلو لپاره د پخواني شوروي اتحاد د هېوادونو لارې استعمالوی نو پاکستان ته به په دې لړ کې بیلینونه ډالره تاوان وشي.

تیره هفته امریکايي ځواکونو د تورخم او چمن باندې د پاکستاني لارو ۵۰ ګاډي لیږلي دي او دا ډول ۲۸۰۰۰ ګاډي او ۹۰۰۰۰نور کنټنیرونه به هم وړل کیږي.

خو امریکايي پوځ تمه لري چې په دې کې به یوازې ۶۰ فیصده د پاکستان دلارې وړل کیږي.

مجله لیکي که څه هم پاکستان د غربي ځواکونو د سامانونو ستنولو لپاره خپل سرحد خلاص کړې دې خو نه یوازې دا چې د کنټینر په سر پیسې یې زیاتې کړي بلکې د بیا بندېدلو پته یې هم نه لګېږي.

د مجلې دوېنا ترمخه برتانیا دخپلو جنګي سامانونو وړلو لپاره د افغانستان د شمالي لارو او د پاکستاني لارو د استعمالولو منصوبه لري او په دې لړ کې یې د ازبکستان سره یوه لوظنامه لاس لیک کړې.

ددې لوظنامې ترمخه به برتانیا خپل ۴ بلینه پونډونو سامان د ازبکستان د لارې وړي او په بدل کې به یې دغه هېواد ته د ۴۵۰۰۰۰پونډنو استعمال شوې سامان ورکوي.

بلخوا د نېټو په وېب پاڼه شایع شوی یو رپوټ وايي د نېټو غونډه چې د ۲۱مې فرورۍ نه شورو کیږي پکې به د غړی هېوادونو د دفاع وزیران د یاد تنظیم د استعداد د ښه کولو په اړه غور کوي. دې کې به افغانستان کې د ایساف ځواکونو مشن او د یوکرین سره تعلقاتو ته پاملرنه کیږي.

دغه رپورټ زیاتوي د نېټو داستعداد زیاتولو نه علاوه به غونډه کې د دې ادارې د دفاعي منصوبه بندۍ عمل باندې هم خبرې اترې کیږي چې په کې به دغړيو هېوادونو د دفاع قوي کولو او دراتلونکي ګامونه په اړه بحث وشي. اتحادي هېوادونه د امریکا په شکاګو ښار کې تیرکال ترسره شوې غونډه کې په دې اړه سلا شوی وو.

درپورټ دوېنا ترمخه د غونډې په آخره کې به ددفاعي چارو دوزیرانو سره دایساف د ۲۲ اتحادي هېوادونو نماینده ګان هم ګډون کوي، له دې علاوه به په دې کې د افغانستان د دفاع وزیر او د یورپي یونین او د ملګرو ملتونو نماینده ګان هم ګډون کوي چې پکې به په افغانستان کې دروان مشن او افغان ځواکونو ته د امنیتي چارو د سپارلو په اړه خبرې اترې کیږي. په دې غونډه کې به د د ایساف ځواکونو نوې کمانډر جنرل جوزف ډین فورډ هم ګډون کوي .نوموړي د روانې میاشتې په لسمه نیټه خپلې موجوده ذمه وارۍ ترلاسه کړي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG