جمعه 24 مې 2013 سیمه ییزوخت 20:19

بلوچستان

کوټه: د لشکر جهنګوي د غړيو په وژنه لاریون

د پنجاب په رحیم یار خان کې د لشکر جهنګوي غړي د خپل  مشر ملک اسحاق د کور ساتنه کوي ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۲م کال
د پنجاب په رحیم یار خان کې د لشکر جهنګوي غړي د خپل مشر ملک اسحاق د کور ساتنه کوي ۰۹ اکتوبر ۲۰۱۲م کال
د حرفواندازه - +
 

په کوټه کې د ملیشه ځواکو سرچینو د نوم او ږغ نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته ویلي؛ ددوي ځواکونو د د پنجشنبې او جمعې په منځنۍ شپه د کوټې په نوي کلي کې د عملیاتو په ترڅ کې دوه ترهګر وژلي او څلور نور يې ژوندي نیولي دي . د دوی په وینا د ترهګرو په ځوابي ډزو کې د ځواکونو څلور سرتیري هم ژوبل شوي دي.

د ملیشه ځواکونو سرچینې زیاتوي؛ وژل شويو دواړو کسانو له وسله والې ډلې لښکرجهنګوي سره تړاو درلود. او هم ځکه په نخښه شوو؛.تر پېښي وروسته د وژل شوي کسانو د کورنۍ غړيو د اهل سنت والجماعت له ګڼو کارکوونکو سره احتجاج پېل کړی. او غوښتنه کوي، چې د ملیشه ځواکونو مشر دې بدل او په پېښه کې ککړ سرتیري دې ونیول شي. د وژل شويو کسانو کورنۍ بیا وايي؛ وژل شوي ځوانان په هیڅ قسم د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ نه وو.  د يوه وژل شوي کس پلار عطامحمد د دې پېښي په هکله مشال راډيو ته وویل

؛ دشپې شاوخوا درې یا درېنیمي بجې وې، چې په کور کې مي شر شور شو، زه چې ور ووتم، نو د ملیشې والا مي په کور کې دننه ولاړ وو، وروسته يې زما د کور تالاشي وکړه. او زما يو زوي يې يووړ. تر دې وروسته ډزې هم وشوې، خو موږ بیا سهار پته ولګېده، چې زما زوی یې راوژلی دی؛.

عطامحمد له مشال سره په خپلو خبرو کې زیاته کړه زوي يې په ترهګرۍ د مخنیوي ځواک یا اې ټي ایف کې وو.  او په هیڅ داسې کړنو کې ککړ نه وو. خو هلته بیا یاد ځواک د چارواکو له خوا رسنیو ته ویل شوي، دا کس يې مخکې لا معطله کړی وو.

د اهل سنت وال جماعت له لوري له مړيو سره دا احتجاج  لا هم روان دی. او زیاتوي تر هغو به یې احتجاج روان وي، چې غوښتنې یې نه وي منل شوې.

د یادولو وړ ده چې د فیبرورۍ په شپاړسمه نېټه چې د علي اباد سیمې تر چاودنې وروسته د اهل تشیع له خوا له مړیو سره تر څلور ورځني احتجاج وروسته په کوټه کې د امنيتي ځواکونو له لوري ورته عملیات پېل شوو، چې تردې وړاندي يې هم د ملیشه ځواکونو له خوا په قمبراني سړک په عملیاتو کې د لښکرجهنګوي وسله والې ډلې څلور تنه وژلي او اووه نور يې ژوندي نیولي وو.

دا هم ولولئ

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...

Audio استاد شاولي د پښتو موسیقۍ یو اتل

د مشال ريډيو نننۍ خپرونه کې د پښتو د مشهور سندرغاړي استاد شاه ولي په اړه د خپرونو دريمه او آخري برخه اورئ. تفصیل...