یک شنیه 26 اپر 2015 سیمه ییزوخت 14:40

پاکستان

له امریکا مرسته نه سوداګري غواړو. زرداري



رياض موسه خېل مشال ريډيو

اسلام آباد:- د زيارت په ورځ ماښام د امريکا د سېنټ خارجه چارو کمېټۍ د مشر رابرېټ منېنډيز په مشرۍ کې يو پلاوي د اولسمشر آصف علي زرداري سره وليدل.

د ايوان صدر لخوا جاري شوې خبر پاڼې ترمخه په دغه ملاقات کې د امريکایي سېنېټر بدرګه په اسلام آباد کې د امریکا سفير رچرډ اولسن او د پاکستاني ولسمشر بدرګه خارجه وزيرې حنا رباني کهر وکړه.

خبرپاڼه زياتوي چې په ملاقات کې دسيمې په صورتحال او ترهګرۍ خلاف جنګ پر چارو غور وشو.

خبرپاڼه وايي د خبرو اترو پر مهال ولسمشر امريکا ته په ډاګه کړه چې پاکستان سره دې تجارت ته وده ورکړي او پاکستاني مصنوعاتو ته دې په امريکايي منډیو کې ځای ورکړي. د ده په خبره بايد چې امريکايي پانګوال په  پاکستان کې پانګونه وکړي.

له مشال رېډيو سره په خبرو کې  دامريکايي سفارتخانې وياندې مېرمن راین هار هاریس وویل، چې امريکا داوخت د پاکستان له پاره تر ټولو لوی تجارتي ملګری دی او دا وخت د دواړو هيوادونو ترمنځه د پنځه اربه ډالرو نه زيات تجارت کېږي. دې ژمنه وکړه چې دابه لاپسې زياتولې شي.
د وياندې په خبره داوخت تر درې نيم زرو زيات پاکستاني څيزونه دامريکا منډو کې ځای لري خو بدمرغي دا ده چې اکثره پاکستاني کمپنۍ د دې نه خبرنه دي او دامريکا سفارتخانه کوشش کوي چې څومره ډېرممکن وي خلک او کمپنۍ د دغه طور طريقو نه خبرکړي چې ورسره تجارت نور هم زيات شي.

موجوده وخت کې پاکستان د امريکا نه کومو څانګو کې سرمايه کاري غواړي په دې اړه مو د اقتصادي چارو د کارپوه او مظفر آباد پوهنتون کې د معاشياتو استاذ ډاکټر معراج الحق نه تپوس وکړو نو هغه وويل چې دوه څانګې ډېرې مهمې دي. يوه کرکيله او دويمه د توانايي څانګه ده، له دې سره به له پاکستان بې روزګاري هم ختمه شي او ورسره به یې پېداور هم زيات شي.

دا هم ولولئ

" د زدکړو سره مې د جنون تر حده مینه وه "

د مشال مرکه کې دا ځل په کوټه کې د سنډيمن روغتون د زېږنتون له مشرې ډاکترې عایشه صدیقه سره خبرې کوو. نوموړې وايي په کلي کې یې د هلکانو د زدکړو کچه هم ټیټه ده ، نو ددې لپاره ګرانه وه تفصیل...

" پاتې ژوند د پښتنو په نوم "

دا اونۍ د ځوانانو غږ خپرونې مېلمه امیرحمزه بنګش دی. نوموړی د پښتونخوا د هنګو اوسیدونکی او دامهال د انګلستان د شیفیلډ پوهنتون زدکونکی دی. له نوموړي سره د مشال راډیو خبریال اسرار عالم تفصیل...

د رباب ږغوونکي او ښودونکي وقار اتل ژوند او هنر

د مشال راډیو د سندرو امېل د دې اوونۍ په خپرونه کې د خيبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې د رباب د زدکړو د يوه مرکز د پرانستل کېدو په اړه اورئ. تفصیل...

ګلالۍ اسماعیل د پښتنو نجونو لپاره مبارزه کوي

د نن په ځوانانو غږ خپرونه کې د خېبر پښتونخوا د صوابۍ سيمې ګلالۍ اسماعيل ميلمانه ده. تفصیل...

د کلتور او هنر وده: د پښتونخوا حکومت کارونه او د پوهانو انتقادونه

البته د پښتو نومیالی سندرغاړی ګلزار عالم وايي، حکومت ژمنې کوي خو پوره کوي یې نه. دی وايي، د کلتور له وزیر سره یې خبرې وکړې او وزیر ورته ویلي چې د هنري او ادبي هلو ځلو لپاره په میلیونونه روپۍ لري، خو په عملي توګه د حکومت کار نه ښکاري. تفصیل...