د لاسرسي ځای

تازه خبر

د اهل سنت والجماعت ناسته ختمه، ملېشې ضد رپورټ دایر


تر اهل سنت والجماعت مخکې په کوټه کې شیعه هزاره ګانو هم له خپلو مړو سره ناسته کړې وه
تر اهل سنت والجماعت مخکې په کوټه کې شیعه هزاره ګانو هم له خپلو مړو سره ناسته کړې وه
خدای نور ناصر

کوټه - د اهل سنت والجماعت له لوري تر لس ساعته پورې له مړيو سره احتجاج د شپې شاوخوا يوولسو بجې تر دې وروسته پاي ته ورسېد، چې د بلوچستان د کورنیو چارو د سیکريټري اکبر حسین دراني په مشري کې يې له يوه پلاوي سره خبري اتري وکړې.


د اهل سنت والجماعت د مشرانو په خبره ياد پلاوي د دوی غوښتنې پوره کړې، او يوه غوښتنه يې د ملېشه ځواکونو د هغو سرتېرو پر ضد ایف ايي ار درج کول وو، چې په نوي کلي کې يې عملیات کړي ول.

تر دې خبرو اترو وروسته د یاد جماعت يوه مشر رمضان مېنګل له رسنیو سره په خبرو د دې ایف آی آر یا رپورټ په اړه وویل:

((دا درخواست چې موږ د کورنیو چارو سیکريټري ته ورته ورکړ، په هغه کې مو د ملیشه ځواکونو پر ضد لیکلي وو. چې دا وخت په ښار کې عملیات کوي. تردې وروسته چې رپوټ درج شي، بیا به پلټنې کېږي، او وروسته به دا څرګنده شي، چې دا عملیات د ملیشه ځواکونو کومو سرتیرو کړي وو. چې موږ به يې بیا هم له تاسو شریک کړو.))

اهل سنت والجماعت ډله د لشکر جنګوي سختدریځې او وسله والې ډلې سیاسي څانګه بلل کېږي، خو د اهل سنت والجماعت غړي له دې تړاوه انکار کوي.

تردې خبرو اترو وروسته حکومتي پلاوی د نوي کلي زرغون اباد پولیسو تاڼې ته لاړ، او هم هلته يې د اهل سنت والجماعت په درخواست د ملېشه ځواکونو پر ضد کیس درج کړ.

تر دې وروسته د دې ډلې د کسانو له خپلو مړو سره احتجاج ختم شو.

خو د همدې عملیاتو پر ضد يې د خالي پر ورځ په کوټه کې د کاربندیز اعلان هم کړی دی.

د ویلو وړ ده چې د جمعرات (پنجشنبې) او جمعې په منځنۍ شپه د ملیشه ځواکونو له لوري د کوټې په نوي کلي کې د عملیاتو په ترځ کې دوه تنه وژل شوي، او څلور نور يې ژوندي نیولي ول. د ملیشه ځواکونو سرچینو د مشال په شمول ګڼو رسنیو ته دا ادعا کړې وه، چې د وژل شوي کسان له لښکر جنګوي سره د تړاو لرلو په تور وژل شوي، خو اهل سنت والجماعت وايي، وژل شوي کسان د لښکر جنګوي نه بلکې د دوی کارکوونکي ول.

اهل سنت والجماعت ډله د لشکر جنګوي سختدریځې او وسله والې ډلې سیاسي څانګه بلل کېږي، خو د اهل سنت والجماعت غړي له دې تړاوه انکار کوي.
XS
SM
MD
LG