یک شنیه 26 مې 2013 سیمه ییزوخت 11:50

پاکستان

پاکستان د مذهبي توپیر پالنې په لومه کې

د حرفواندازه - +
ژباړه : فرخنده وزیر :

رویټرز خبري اژانس په یو راپور کې لیکي، د پاکستان په کراچۍ ښار کې چې کله په یو سني مذهبي مشر اورنګزیب فاروقي ډزې وشوې، او د هغه شپږ ساتونکي پکې ووژل شول، او دی پخپله ژوبل شو، نو ویې ویل چې دښمن ته دې هم دا خبره باید معلومه وي چې دی به اوس سنیان بیداروي.


په فاروقي د تیر کال د دسمبر په ۲۵مه نیټه یو شمیر وسله والو برید وکړ، چې وروسته یې په روغتون کې خپلو پلویانو ته وویل، دی به په دغه ښار کې د شیعه ګانو په مقابله کې سنیان دومره مضبوط کړي، چې بیا به څوک د شیعه ډلې خلکو ته لاس هم نه ورکوي.

رویټرز لیکي د داسې قسمه بیانونو سره په دغه هیواد کې میشت شیعه ډلې ته مشکلات نور هم زیاتیږي، او په دې تیره نږدې وخت کې په کوټه کې په بمي حملو کې د د دوو سوو نه زیات د شیعه مسک سره اړه لرونکي خلک ووژل شول، او ګڼ شمیر نور ژوبل شول.

په کراچۍ کې د بدامنۍ تازه پیښې ښکاره کوي، چې په دغه ښار کې د یوې ډلې څوک ووژل شي، نو بله ډله په بدل اخیستلو کې وخت نه تیروي، او داسې وسله واله ډله لشکر جنګوي، چې د شیعه مسلمانانو سخته مخالفه ده، د هیواد په مختلفو سیمو کې يې فرقه ایزې وژنې پیل کړي دي.

رویټرز اژانس لیکې په کراچۍ کې په تیرو شپږو میاشتو کې څه نا څه اتیا شیعه مسلمانان ووژل شول، او پولیس وایي د دغو وژنو تر شا د لشکر جنګوي لاس دی، په دغه وژل شویو کسانو کې ډاکټران ، په بینکونو کې کارکونکي او استاذان شامل دي. په ځواب کې د سنیانو یو شمیر غړي ووژل شول او په مذهبي مشرانو یې هم بریدونه وشول، چې ترې جوتیږي په دغه ښار کې د ادل بدل لړۍ پیل شوې ده.

رویټرز د کراچۍ په ریډیو سټیشن کې د یوې کارکونکې سندس رشید نظر اقتباس کړی چې د شیعه او سني تر منځ اختلافات اوس ډیر زیات شوي دي، هغه وايي کله یې هم په پاکستان کې د دواړو ډلو ترمنځ داسې نفرت او کرکه نه وه لیدلې.

د شیعه مسلمانانو یو مذهبي ګوند مجلس وحدت مسلمین مشر اعجاز حسین بهشتي رویټرز ته ویلي د دوی په فرقه کې که څوک ووژل شي، نو دوی یې بدل نه اخلي ځکه که  په بدل اخیستو شوه نو بیا خو به د پاکستان په هر ځای کې بدامني مخې ته راشي، چې دوی یې نه غواړی، او ځکه دوی د بخښنې نه کار اخلې.

عبد الستار ایدهي چې په کراچۍ کې د خیر ښیګړې یوه اداره چلوي، وایې تر ټولو لوی مذهب انسانیت دی، او که چیرې په یو مذهب کې انسانیت نه وي، نو دغه بیا بې کاره دی.

دا هم ولولئ

Audio د سندرو امېل (د ډاکتر صاحب شاه صابر یاد غونډه)

د پېښور او جلال اباد فرهنګیانو په دې وروستیو کې ګډې غونډې پیل کړې دي چې په کې د پښتنو نومیالي شخصیتونو ته درناوی ښودل کېږي او د هغوی په اړه ولس ت تفصیل...

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...