د لاسرسي ځای

تازه خبر

جرمنی قبایلی خبریالانو ته روزنه ورکوي


فرهاد شینواری

د جرمنی دیوې ترقیاتي ادارې (جې آئې زیډ) په مرسته دپیښور یونیورسټۍ په ژورنالیزم څانګه کې د قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا پینځلس خبریالانو لپاره د پرمخ تللي ژورنالیزم په موضوع د درېوو میاشتو تربیتي کورس پیل شوی دی.


د یادې ادارې چارواکي وايي چې د روزلو نه پس به دغه خبریالان په قبایلی سیمو او خیبر پښتونخوا کې په ترقیاتي کارونو ژور نظر ساتي او د دغو سیمو د خلکو بنیادي غوښتنې به رابرڅیره کوي،او دې تربیت سره به دغه خبریالان د یادو سیمو په ترقۍ کې ښه رول ولوبوي.

د دغه روزنیز کورس د مقصد په هکله د جرمني ترقیاتی ادارې مشر کو آرډينیټر محمد عاطف مشال ریډیو ته وویل :

(( په قبایلي سیمو کې چې کوم ترقیاتي کارونه روان دي، په هغو کې مونږ یو کمی دا محسوسولو چې په دې هکله د ځايي خلکو څه تاثرات دي او دوی څه څه غواړي ؟ او چې دغه معلومات او غوښتنې يې په کره توګه هغو ادارو ته ورسي چې کومې ادارې دلته دې خلکو د ښیګړې لپاره کار کوي،چې د ځايې خلکو د خوښې مطابق بیا دوی لپاره کارونه وشي، په دې کې دغه خبریالان د خپل رپورټنګ په زریعه دا هر څه کولی شی.))

په دې کورس کې شریک د مومندو ایجنسۍ سره تعلق لرونکی یو خبریال واجد مومند وايي :

(( د تربیت حاصلولو نه پس به په قبایلي سیمه کې د خپل رپورټنګ په ذریعه د خلکو مسئلې په ښه توګه مخې ته راوړو،او چې د دغې سیمې د خلکو څه خواهشات او امیدونه وي هغه به رابرڅیره کوو.))

دا چې په دې کورس کې تربیت اخیستونکو خبریالانو تر اوسه څه ذد کړي کړي دي؟ په هکله یې خبریاله ثنا اعجاز وايې :

((دامې ذده کړل چې د صحافت مثبت استعمال او اصلي مقصد څه دی،او په خپلو راپورونو کې دانساني ښیګړې او ترقۍ لپاره چې کوم څیز مهم دی چې په هغې کار وکړو.))
د پیښور یونیورسټۍ د ژورنالیزم څانګې چارواکي وايي چې دوی به د قبایلی سیمو او خیبر پښتونخوا نه نورو پینځلسو خبریالانو ته هم دغه تربیت ورکوي اوددې لپاره خواهش لرونکي خبریالان دې خپل اسناد د فرورۍ د میاشتې ۲۸ نیټې پورې د پیښور یونیورسټۍ په ژورنالیزم څانګه کې جمع کړي چې د یوې ازموینې او انټرویو نه پس به ترې یوازې پینځلس خبریالان ټاکل کیږي.
XS
SM
MD
LG