چار شنبه 1 اپر 2015 سیمه ییزوخت 10:46

بلوچستان

بلوڅ د خپلو حقونو لپاره کلکه مبارزه کوي

دبلوڅ بیلتون پالې ډلې یو مشر الله نظر بلوڅ
دبلوڅ بیلتون پالې ډلې یو مشر الله نظر بلوڅ

ژباړه: هارون باچا


له پاکستانه خپرېدونکې د ډيلي ټايمز ورځپاڼې په يوه مقاله کې ويل شوي، په دغه هېواد کې له ۱۹۷۴ م کال راهيسې زرګونه  بلوڅ وګړي ترۍ تم کړل شوي دي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.
 

د ورځپاڼې په ليکنه، دا په داسې حال کې ده چې له دغو ورکو شويو بلوڅوڅخه د ۷۰۰ هغو شکنجه شوي مړي د بلوچستان په بېلا بېلو سيمو کې ښخ کړل شوي دي.

په مقاله کې راغلي د بلوڅو پر ضد د کېدونکيو تېريو په اړه د پاکستان ايسټيبلېشمنټ د خندا وړ وضاحتونه او بهانې وړاندې کوي، او غواړي د دغه هېواد خلک پر دې قانع کړي چې د يادې صوبې حالات د ځينو بهرنيو کړيو په لمسه خراب کړل شوي دي.

د مقالې ليکوال وايي، د پيپلز ګوند سينيټر رضا رباني څو ورځې وړاندې سينيټ ته په خپله وينا کې هڅه وکړه چې د کویټې د شيعه هزارګانو پر ضد شوی وروستی خونړی بريد د پاکستان د حکومت لخوا د ګوادر بندرګاه چين ته د ورکولو له پرېکړې سره وتړي. د مقالې د ليکوال په خبره، نوموړي سينيټر غوښتل خلکو ته باور ورکړي چې په سيمه کې دغه ناارامي امريکا او هند، چې د چين مخالف دي، په شريکه رامنځ ته کړې ده.

په مقاله کې ويل شوي، سينيټر رضا رباني، چې د پاکستان په پارليمان کې د قامي امنيت د کمېټې مشري پر غاړه لري، تېره سيپټمبر مياشت يې پاکستان ته د ملګرو ملتونو د هغه پلاوي پر سفر اندېښنه ښودلې وه چې هدف يې په دغه هېواد کې د سړي غايبونې د پېښو څېړنه کول وو.

ډيلي ټايمز ليکي، اصلي سازش دا دی چې له ۱۹۴۸ م کال راهيسې د بلوچانو او له ۱۹۹۹ م کال راهيسې د هزاره ګانو پر ضد د پاکستاني رياست په ملاتړ د روان زور زياتي مسئله رابرڅېره کېدو ته پرېنښودی شي.

په مقاله کې روان کال د کوټې د شيعه هزاره ګانو پر ضد د شویو دوو غټو بريدونو په يادولو سره ، چې لشکر جنګوي يې پړه پر غاړه اخيستې، ويل شوي چې که د سينيټر رضا رباني خبره رښتيا  وګڼل شي نو بيا خو دغه ډله لګيا ده د چين د دښمنانو لپاره کار کوي.

د مقالې د ليکوال په خبره، تېره جنورۍ مياشت په بلوچستان کې د ګورنر د واکمنۍ تر لګولو وروسته، پاکستاني حکومت د بلوڅو پر ضد خپل عمليات پراخه کړي او د لشکر جنګوي هغو پر ضد يې ځان غلی کړی دی.

په مقاله کې پر پاکستانيو مطبوعاتو هم نيوکه شوې چې د ليکوال په وينا، د تحريک طالبان پاکستان د مشرانو مرکې خو خپروي، خو بلوڅ بيلتون خوښي ليډران يې بيخي له پامه غورځولي دي.

مقاله کاږي، بلوڅ د دوی پر ضد د کېدونکي حکومتي زياتۍ پر وړاندې کلک مزاحمت کوي او پوخ تصميم يې نيولی چې د خپلې خاورې او خپل تاريخ او کلتور د حفاظت لپاره به د خپلو ځانونو قرباني کولو ته دوام ورکړي.

دا هم ولولئ

د کلتور او هنر وده: د پښتونخوا حکومت کارونه او د پوهانو انتقادونه

البته د پښتو نومیالی سندرغاړی ګلزار عالم وايي، حکومت ژمنې کوي خو پوره کوي یې نه. دی وايي، د کلتور له وزیر سره یې خبرې وکړې او وزیر ورته ویلي چې د هنري او ادبي هلو ځلو لپاره په میلیونونه روپۍ لري، خو په عملي توګه د حکومت کار نه ښکاري. تفصیل...

له فضل وهاب درد سره خبرې او د هغه سندرې

په دې خپرونه کې مو د خیبر پښتونخوا چارسدې له یوه مشر سندرغاړي فضل وهاب (درد) سره خبرې کړې دي. دی وايي، له وړوکتوبه یې موسیقي خوښېده او وروسته یې د کورنۍ په هڅونې د موسیقۍ زده کړې پیل کړې. تفصیل...

اروپا ته د ځوانانو کډوالي: ستونزې او د حل لارې

د ځوانانو غږ نننۍ خپرونه کې دا ځل اروپا ته د ځوانانو پر قانوني او غېر قانوني تګ بحث شوی دی. تفصیل...

Audio په پېښور کې د هنرمندانو ستونزو او پښتو ژبې ودې په اړه غونډه

د هنرمندانو حقونو لپاره کار کوونکی خالد خټک وايي، هڅه یې وکړه چې له کراچۍ د پاکستان یوه نومیالۍ هنرمنده عتیقه اوډو پېښور ته وروغواړي او په دې کې بریالی شو. خټک وايي، فرهنګ ته او کلتوري هلو ځلو ته زیات پام نه ورکول کېږي که نه ریښتیا دا دي چې د ناامنۍ په دې وخت کې د فرهنګي هلو ځلو ډېره اړتیا ده. تفصیل...

ټولنيزو رسنيو کې د پښتنو ځوانانو فعاليتونه او نوې تګلارې

د ځوانانو غږ خپرونه کې دا ځل په ټولنيزو رسنيو په ځانګړې توګه په فېس بُک کې د پښتنو ځوانانو پر فعاليت بحث شوی دی. په دې لړ کې د ټولنې په پرمختګ او تعميري هلو ځلو کې د فېس بُک د فعالينو رول او اغېز ته کتنه شوې ده. تفصیل...