دوشنبه 31 اګست 2015 سیمه ییزوخت 15:46

افغانستان

"وردګو کې به د ۲۰۳ تندر قول اردو لوا وګمارو"

د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري
د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري

اسدالله لودین

کابل:- د دفاع وزارت وایي، له میدان وردک ولایته د امریکایي ځانګړو ځواکونو د وتلو په برخه کې د ولسمشر حامد کرزي د فرمان عملي کیدو ته چمتو دي.

د دې وزارت یوه ویاند د دوشنبې په ورځ مشال  راډیو ته وویل، په میدان وردک ولایت کې کافي افغان امنیتي ځواکونه موجود دي او کولای شي، د امریکایي ځانګړو ځواکونو خلا ډکه کړي.

د افغانستان د دفاع وزارت د ولسمشر د وروستي فرمان د عملي کیدو په اړه ډاډ څرګندوي او وایي، چې دوی په میدان وردګ ولایت کې د امنیتي ځواکونو د کمښت ستونزه نه لري.

د دې وزارت د ویاند مرستیال جنرال دولت وزیري وایي؛ چې د ۲۰۳ تندر قول اردو یوه لوا په میدان وردک او لوګر ولایتونو کې فعالیت کوي او کولای شي، چې دې ولایت کې د امریکایي ځانګړو ځواکونو خلا ډکه کړي.


د سپیشل فورس دنده افغان پوځ ته وسپارل کیږي:


جنرال وزیري د دوشنبې په ورځ مشال  رادیو ته وویل؛ دوی د ولسمشر د فرمان عملي کیدو ته چمتو دي او د ټاکل شوې مودې په ترڅ کې به په میدان وردګو کې د امریکایي سپیشل فورس دنده افغان پوځ ته وسپاري.

"پرون چې ولسمشر کوم فرمان صادر کړی، موږ ته کاملاً د منلو وړ دی او د عملي کیدو لپاره یې اجرات کوو.

د دوو هفتو په جریان کې هغه قوتونه باید ووځي او د امنیت او قوتونو په برخه کې باید ووایم، چې موږ په میدان وردګو او لوګر کې کافي قوت لرو.

وزارت دفاع کوم مشکل نه لري، زه فکر نه کوم چې بهرنیان کوم عکس العمل وښيي. ځکه چې د ولسمشر فرمان دی او دفاع وزارت یې تطبیقوي."

ولسمشر کرزي د یکشنبې په ورځ د ملي امنیت شورا په غونډه کې د فاع وزارت ته دنده وسپارله چې د دوو اونیو په ترڅ کې د میدان وردګو له اړوندو سیمو څخه امریکایي خاص ځواکونه وباسي.

که څه هم مشال  راډیو ته د جمهوري ریاست د مطبوعاتي دفتر له خوا په را استول شوي فرمان کې یوازې له میدان وردګ ولایت څخه د امریکایي سپیشل فورس د وتلو خبره شوې ده، خو د دفاع وزارت چارواکي وایي، که د لوګر په ځینو سیمو کې هم د دې ځواکونو فعالیت موجود وي، هغه به هم د ولسمشرله فرمان سره سم افغان ځواکونه پرغاړه واخلي.

د میدان وردګو د خلکو شکایتونه:


ولسمشر وروسته له هغې له میدان وردګو څخه د امریکا د ځانګړو ځواکونو د ویستلو خبره وکړه؛ چې د دې ولایت اوسیدونکو د دغو ځواکونو د بد چلند په اړه پرله پسې شکایتونه وکړل.

د میدان وردګو اوسیدونکي وایي، د سپیشل فورس او د هغوی له افغان ملګرو څخه چې د دولت له چوکاټ څخه بهر وسله وال دي؛ ډير په تنګ شوي.

د میدان وردک د ولایتي شورا مشر رفیع وردګ هم د خلکو اندیښنې پرځای بولي او د ولسمشر کرزي د فرمان هرکلی کوي.

"موږ د ولسونو غږ تر ولسمشره پورې ورساوه، ولسمشر کمیسیونونه وټاکل او په نتیجه کې ولسمشر داسې امر وکړ، چې د امریکا ځانګړي ځواکونه دي د میدان وردګو له دریو ولسوالیو څخه وځي.

ځینو ولسوالیو کې د خلکو ځورونې وې، څو نفره یې له ځان سره بوولي وو او هره ورځ ولس ورسره په مشکل کې وو."

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي هم د یکشنبې په ورځ یوه خبري کانفرانس ته وویل؛ چې په میدان وردګو کې د سپیشل فورس په نوم امریکایي ځواکونه د خلکو کورونه ته ځي، خلک شکنجه کوي او کله ناکله یې یوشمیر ملکي وګړي هم په ناحقه وژلي یا بوولي دي.

امریکایي چارواکو دغه خبره رد کړې ده او ویلې یي دي، چې د دوی ځانګړو ځواکونو په میدان وردک ولایت کې پر ملکي وګړو زور زیاتی نه دی کړی.

دا هم ولولئ

Audio په تاریخي ډول ایا د پښتنو جرګې جمهوري وې او که څنګه؟

تاسې به د سوات ریاست له مثال سره واورئ چې په څه ډول وړې وړې جرګې وروسته په لویو جرګو او بیا د یوه نظام او ریاست په بنیاد کښېښودو کې بریالۍ شوې. تاسې به دا هم واورئ چې د پښتنو نورو سیمو جرګې ایا جمهوري وې او که نه؟ تفصیل...

Audio ایا د اسلام اباد پښتنو خامو کورونو ړنګول د ایین سرغړونه وه؟

دې خلکو ته حکومت دوه ورځې وخت ورکړ چې کورونه دې پرېږدي او بیا وروسته ورغلل او د خلکو کورونه یې ړنګ کړل. پر دې مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې د هغې سیمې ګڼ اوسېدونکي ژوبل شول او ځېنې پولیسو ونیول او بیا یې ورباندې د ترهګرۍ مخنیوي مقدمې درج کړې. تفصیل...

Audio له سندرغاړي ګل نواز سره خبرې او د هغه سندرې

د ده په خبره، د هنګو اوسېدونکی دی او له هغه ځایه به پېښور ته ورته او له استاد شاه ولي سره شاګرد شو. په هغه وخت کې دی د اتم ټولګي زده کوونکی وو او سبق یې پرېښود. ګل نواز وايي، ده به له شاه ولي استاد سره درې، څلور میاشتې تېرولې او بیا به هنګو ته ولاړ. تفصیل...

Audio نومیالی انځورګر مراد وايي، لومړۍ استاده یې مور وه

مراد وايي، د مېنګورې دی او له وړوکتوبه یې له انځورګرۍ سره مینه لرله. لومړۍ استاده یې مور وه او تر هغې وروسته له نورو مصورانو سره شاګرد شو. بالاخره د اسلام اباد په هنرکدې کې د نومیالي هنرمند جمال شاه شاګرد شو. تفصیل...

فیس بک د مینې خورولو لپاره بهترینه وسیله

پښتانه ښکنځل نه خوښوي او نه یې هم په اسانه چاته کوي ، خو په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو لکه درواخلئ فیس بک کې داسې ویډیوګانې خپریږي چې ورکې د ډیورنډ د کرښې د دواړو غاړو یو شمیر پښتانه یو بل ته له ویډیو د لارې بد رد وايي او ښکنځل کوي. تفصیل...

مهم موضوعات