جمعه 24 مې 2013 سیمه ییزوخت 06:17

پاکستان

ولسمشر زرداري ايران ته ځي

د حرفواندازه - +


احمد الله  مشال راډيو

د پاکستان په مرکز اسلام آباد کې د ايوان صدر  يوه چارواکي مشال ريډيو وويل، چې ولسمشر  آصف علې زرداري به په روانه اونۍ کې په دوه ورځني سفر ايران ته ځي او هلته به  نوموړې له ايراني چارواکو سره پر پاک، ايران ګيس نل لیکه (پایپ لاین) منصوبي خبرې اترې کوي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د خارجه دفتر ترجمان معظم احمد خان وویل چې حتمي نېټه لا نه ده ټاکل شوه خو زیاتوي چې ډېر زر به یې اعلان کړي.

اقتصاد پوه ډاکټر معراج الحق وايي، چې پاکستان په موجوده وخت کې د توانايي له بحران سره مخامخ دی او د پاک ايران ګېس نل لیکې (پایپ لاین(  منصوبې له مکملولو سره به د توانايي په بحران تر ډيره حده قابو وموندل  شي خو حکومت ته په دې لړ کې د امريکا  اندېښنې هم په نظر کې ساتل پکار دي، ځکه چې په موجوده وخت کې پاکستان تر ټولو زيات معاشي اړیکي له  امريکا او اروپايي ملکونو سره لري.

بلخوا د بهرنو چارو شنونکی او په پېښور پوهنتون کې د نړیوالو اړیکو د څانګې پخوانی مشر اعجاز خټک وايي، (که پاکستان د ګېس پایپ لاین منصوبه مکملوي نو د ايران او امريکا کړکېچنو تعلقاتو ته په کتو سره د پاکستان او امريکا ترمينځ پر اړیکو بد اثر غورځېدای شي او په موجوده وخت کې دواړه هېوادونه له يو بل سره د تعلقاتو خرابو جوګه نه دي خو زه ګڼم که پاکستان دا منصوبه مکملول غواړي نو يو طرف ته اقتصادي ګټې خو ترلاسه کولای شي خو بل طرف د پاکستان او امريکا په تعلقاتو کې يو واري بيا تاؤ تريخوالې راتللای شي.)

ياده دې وي چې د پاکستان او ايران ګيس پایپ لاین منصوبه به ٧٨١ کلوميتره غځول کېږي،  او په دې منصوبه به يو نيم اربه ډالر لګښت راځي.

دا هم ولولئ

Audio ” بدني نیمګړتیا د زده کړو مخه نه نیسي”

د نننۍ ورځې په ځوانانو غږ خپرونه کې به د لاس ګل په نامه د تنظيم مشر خبرې واورۍ او دا به هم واورۍ چې په پيښور کې مېشت بې وسه او په بدن معزوره تفصیل...

پښتونخوا کې یوازې دوه مجلې کولتوري مطالب خپروي

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې په دې اړه اورئ چې له خيبر پښتونخوا څخه خپرېدونکې د پښتو ژبې مجلې له پښتنې کلتور، په ځانګړې توګه پښتو موسيقۍ تفصیل...

د سندرو امېل (سندرغاړي، انتخابات او د دوی رول)

خټک وايي، د ده مخې ته دا پوښتنه ولاړه ده چې ولې د پنجاب یوه دوه ګوندونو وکولای شول چې په ازادانه توګه خپل کیمپېن وکړي خو په نورو ګوندونو حملې کېږ تفصیل...

Audio پر یوټیوب بندیز د سندرغاړو کار اغېزمن کړی

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د پښتنو سندرغاړو هغه اندېښنې راخيستل شوي چې وايي، پاکستاني سرکار له خوا پر ټولنیزې ووبپاڼې (یوټیوب )بندیز تفصیل...

Audio استاد شاولي د پښتو موسیقۍ یو اتل

د مشال ريډيو نننۍ خپرونه کې د پښتو د مشهور سندرغاړي استاد شاه ولي په اړه د خپرونو دريمه او آخري برخه اورئ. تفصیل...