پنجشنبه 20 جون 2013 سیمه ییزوخت 17:06

پاکستان

پاکستان کې بجلي بحاله، پلټنې پیل

بېګا د اتوار شپه د کراچۍ ټول ښار په تیار کې ډوب وو.
بېګا د اتوار شپه د کراچۍ ټول ښار په تیار کې ډوب وو.
د حرفواندازه - +


رابعه اکرم  مشال راډيو

اسلام اباد:- تيره شپه په نيشنل پاور کنټرول سیسټم کې د فني خرابۍ له وجۍ اسلام اباد په شمول د ملک په زياتره سيمو کې بجلي بنده شوې وه.

د اوبو او د بجلې وزارت سيکتر راو سکندر مطبوعاتو سره خبرو کې وويل چې د ملک په زياتره سيمو کې بجلي بحاله شويده او د واپډا انجنيران فني خرابې لري کولو کوښښ کوي.

،، حبکو پاور پلانټ دولس سوه ميګاواټه بجلۍ جوړوي خو چې کله دولس سوه ميګاواټه بجلۍ له سسټمه خارجه شوه نو پلانټ د پريشر له وجې بجلۍ ځان ته راښکل شروع کړل چې له وجې يې پلانټ بجلي جوړول بند کړله او په نتيجه کې يې د منګله او د تربيلې ډيم سیسټمې هم بندي شولې. خو په لږ وخت کې د ملک زياتره سيمو کې د بجلې نظام بحال کړل شو،،

بلخوا د پاکستان اليکټرکل پاور کمپني(پيپکو) پخوانې مشر رسول خان مسود وايي ممکنه ده چې انساني يا د سسټم غلطې له وجې دا مسله مخې ته راغلې وي خو پکار دا ده چې د بجلۍ دا سیسټم دې جديد کړل شي.

،، تر څو پورې چې د بجلۍ پيداوار کې زياتوالای رانه شي او تر څو چې د سپلايي او د ضرورت په مينځ کې کمی رانه شي نو دا او د لوډ شېډینګ مسله به مخې ته راځي. په دې سلسله کې څه سنجيده کوښښ هم نه دی شوی نو زما خيال نه دی چې دا مسله به حل شي،،

د اوبو او د بجلۍ وزارت سيکرېتر په وينا چې په دې  اړه يوې څلور کسیزې تحقيقاتي کميټۍ خپل کار شروع کړی دی چې  په اووه ورځو کې به خپل رپورټ وړاندې کړې.

دا هم ولولئ

Audio “قطر کې د سولې دفتر نتیجه ورکړی؟”

امریکا او طالبان سلا شوي دي چې د سولې خبرې وکړي. دا پریکړه وروسته تر دې واشنګتن وکړه چې د جون په ۱۸ د قطر په مرکز دوحه کې طالبانو سیاسي دفتر پرانیست. تفصیل...

Audio له یوه عرب مېشته شاعر سره خواله

د سندرو امېل د دې اونۍ په خپرونه کې د يو سعودي عرب مېشته پښتون شاعر خيام يوسفزي خبرې اورئ. نوموړی د ياد عربي هېواد تفصیل...

Audio فلسفې سید جمال الدین افغان دویمه برخه

د دې اونۍ د اتلان خپرونه د افغان فلسفي او سياسي څېرې، سيد جمال الدين افغان په اړه د پروګرامونو د لړۍ دوهمه برخه ده. تفصیل...

د سندرو امېل (پښتونخوا حکومت او د خبریالانو اندېښنې)

په پېښور کې د کلچرل جرنلسټس (فرهنګپاله خبریالان) په نوم ټولنې یو مشر احتشام طورو وايي، د پښتونخوا نوي حکومت فرهنګي تګلارې په اړه لا واضح مالومات تفصیل...