شنبه 19 اپر 2014 سیمه ییزوخت 19:30

نړۍ

"فیلم آرګو د ایران ضد پروپېګنډه ده"

د آسکر غوره فلم ”آرګو“ وګرځول شو i
|| 0:00:00
...
 
🔇
X
25.02.2013
د هاليوډ سترې جایزې دې آسکرز، پنځه اتیامه کلنۍ اکیډمي جایزې د امریکا په لاس اینجلس کې ووېشل شوې. تر ټولو د غوره فلم ایوارډ ”آرګو“ واخیست، چې په ایران کې د امریکايي یرغمالیانو د کړکېچ ډرامې باندې بېن آفلېک ډایرېکټ کړی دی. دا یوه رښتونې کیسه باندې جوړ فلم دی. چې په ۱۹۷۹م کال د ایراني اسلامي انقلاب پر مهال امریکايي سفاراتکارانو له یرغمالیانو ځان په پټه خلاص کړ او بیا یې د کېنېډا سفیر په کور کې پناه اخیستې وه او له هغه ځایه یې د راوتو هڅې ترسره کېږي. تر ټولو د غوره فلمي داکار جایزه ډېنیېل ډې لېویس په لنکن نومې فلم کې د ښه کار کردګۍ په نتیجه کې ترلاسه کړه. دا د هغه درېیم اسکرز جایزه ده چې پرله پسې یې اخلي. د لایف اف پي نومي فلم تایواني ډایرېکټر هم د ښه فلم په جوړولو اسکرز جایزه واخیستله. او جینفر لارنس ته سلور لاینینګ نومې فلم کې د ښه کارکولو له وجې د بهترینې اداکارې ایوارډ ورکړل شو. د بهرنۍ ژبو بهترین فلم جایزه د اسټریا اېمور نومې فلم وګټله. د اې پي ویډيو

د آسکر غوره فلم ”آرګو“ وګرځول شو

د حرفواندازه - +

ایران د اسکر په جایزه  ګټونکي فیلم (ارګو) نیوکې کړی دی او دا فیلم يې د تهران پر ضد پروپیګنده بللی ده.

فیلم ( ارګو) د اتوار په ورځ په لاس انجلس کې د پینځه اتیایم  اکیډمیک جایزې د فیلمونو په فیسټیول کې د اسکر جایزه وګټله.

د فیلم کیسه د ایران د نولس سوه نهه اویام ۱۹۷۹ م کال د اسلامي انقلاب پر مهال په تهران کې د کینیډا د سفارت له ودانۍ څخه د یوې ډلې امریکايي ډیپلومیټانو د ماهرانه تیښتې په اړه ده .
په ایران کې د دغه فلم پر ښودلو بندیز دی.

د ایران د کلتور او اسلامي لارښونو د چارو وزیر محمد حسیني پرون وویل  دا فیلم هنري معیار نه لري.

د ایران سرکاری ټیلېویژن بیا  ارګو فیلم د سي ای اې لپاره یو سوداګریز اعلان ګڼلی دی.

د ایران مهر نیمه سرکاري خبري اژانس ویلي دې فیلم ته د جایزې ورکول دا ښيي چې سیاست په څه ډول په هالی ووډ اثر کړی دی.

مهم موضوعات